د سپينې ماڼۍ لويه خطا

سپينې ماڼۍ افغانستان ته د اوباما د تګ نه دمخه په بګرام كې خبري د اوباما سره په خبري كنفرانس كې د ګډون كوونكو لست استولى وو چې په كې په اشتباهي توګه د امريكا د مركزي استخباراتو د اداري سي آى اې د افغانستان د برخې د عمومي مشر نوم هم په ذكر شوى وو.

74071
د سپينې ماڼۍ لويه خطا

ه افغانستانه د امريكا د ولسمشر باراك اوباما د ليدنې پرمهال سپينې ماڼۍ يوه تاريخي خطا وكړه.
سپينې ماڼۍ افغانستان ته د اوباما د تګ نه دمخه په بګرام كې خبري د اوباما سره په خبري كنفرانس كې د ګډون كوونكو لست خپور استولى وو چې په كې په اشتباهي توګه د امريكا د مركزي استخباراتو د اداري سي آى اې د افغانستان د برخې د عمومي مشر نوم هم په ذكر شوى وو.
د سپينې ماڼۍ چارواكو ددې مهمې خطا د تثبيت نه وروسته خبري رسنيو ته دويم لست ولېږلو چې پكې د نوموړي شخص نوم نه وو.
سي آى اې چې د امنيتي ګواښ په اساس د خپلو كار كوونكو هويت په كلكه ساتي دا يوه تاريخي خطا وبلله.
په لست كې د سټېشن د مشر تر عنوان لاندې د نوموړي شخص نوم خپور شوى وو.
د امريكا د متحدو ايالتونو د چارواكو د غوښتنې په اساس نشو كولاى چې د دې شخص هويت افشا كړو.
ددې خطا نه وروسته دا لا معلومه نده چې سي آى اې د افغانستان مشر به له دندې ګوښه شي او كه نه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه