په وردګو كې د تركيې په مرسته د حامد كرزي په نامه عالي لېسه پراني

په افغانستان كې د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې لخوا چې تر اوسه پورې يې يو زيات شمېر عمراني پروژې پاى ته رسولي دي يوه لېسه ګټې اخيستنې ته پرانيستل شوه.

69816
په وردګو كې د تركيې په مرسته د حامد كرزي په نامه عالي لېسه پراني


په وردګو كې د تركيې په مرسته د حامد كرزي په نامه عالي لېسه پرانيستل شوه.
په افغانستان كې د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې لخوا چې تر اوسه پورې يې يو زيات شمېر عمراني پروژې پاى ته رسولي دي يوه لېسه ګټې اخيستنې ته پرانيستل شوه.
د وردګو ولايت د ولايت بيا رغاونې د ټيم مركزي دفتر چې د تركي ځواكونو لخوا اداره كېده د يو لړ بدلونونو سره ترې عالي لېسه جوړه شوه.
ددې لېسې د پرانيستلو په مراسمو كې د افغانستان د ښوونې وزير فاروق وردګ، په كابل كې د تركيې لوى سفير اسماعيل آراماز، يو شمېر سيمه ايزو دولتي چارواكو او د سيمې خلكو ګډون كړى وو.
د وردګو د ولايت سپين ږيرو او اوسېدونكو په سيمه كې د تركيې د ولايتي بيا رغاونې د ټيم د كړنو نه خوښي څرګنده كړه.
د تركيې د همكارۍ او همغږئ اداره تيكا د ۲۰۰۵ كال راهيسې په افغانستان كې فعاليت كوي. پدې موده كې يې تر ۷۰۰ زياتې بېلابېلې پروژې عملي كړي دي.
په افغانستان كې د تركيې په مرسته په جوړو شوو ۸۰ ښوونځيو كې تر ۱۵۰ زرو زيات زده كوونكي زده كړې كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه