کرزي د بدخشان نه لیدنه وکړه

63507
کرزي د بدخشان نه لیدنه وکړه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن سهار د بدخشان ولایت ته ورسېد او د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ د آب باريک په کلي کې د ځمکې ښويدنې د پېښې له زیانمنو شويو کورنيو سره يې خواخوږي او همدردي وکړه.
د هېواد ولسمشر له هغو زیانمنو شويو کورنيو څخه چې د آب باریک د کلي په شا وخوا کې په خېمو کې ځای پر ځای شوي دي، لیدنه وکړه او د دغې پېښې د رامنځته کېدوڅرنګوالی او ستونزې يې د دوی له خولې واورېدلې.
حامد کرزي دوی ته ډاډ ورکړ چې کورنۍ او بهرنۍ مرستې په کافي اندازه برابرې شوي دي او پر دوی به ووېشل شي.
ولسمشر کرزي هغو کسانو ته چې په دغه طبيعي پېښه کې بې کوره شوي دي، څرګنده کړه چې دوی ته به د استوګنې کورونه جوړ شي.
په دغه سفر کې د هېواد ولسمشر زیانمنو شويو کورنيو ته ډاډ ورکړ ويې ویل چې شخصآ په خپله دی د مرستو رسولو بهير له نږدې څخه څاري.

پيوندونه:

اړوند خبرونه