په قندهار کې د ځانمرګر بریدګرو لس کسیزه ډله ونیول شول
د افغانستان د قندهار په ولایت کې د ځانمرګو بریدګرو یوه لس کسیزه ډله ونیول شوه.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د قندهار په ولایت کې د ځانمرګو بریدګرو یوه لس کسیزه ډله چې د ډله ییزو بریدونو پلان يي درلود د پنځو ځانمرګي واسټکتونو ، چاودیدونکو موادو او یو اندازه وسلو سره یو ځای ونیول شول.
د ملي امنیت ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړې لس کسیزې ډلې د ګاونډيو هیوادونو د استخباراتي کړیو په لارښونه غوښتل چې د قندهار په ولایت کې یو ځل بیا زموږ میړانه او زړور ولس د وینو په ټغر کینوي چې د الله په مرسته خپلو موخو ته د رسیدو نه وړاندې ونیول شول.
په خبرپاڼې راغلي دي چې د نوموړو ډلې سره پنځه ځانمرګي واسکټونه، څلور میله کلاشینکوف ، یو میل تبانجه، ۲۶ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، دوه کړۍ ضد وسایطو ماینونه او ۲۵ عدده ریموټ کنټرولې نیول شوي دي .
د نیول شوې ډلې نه څیړنې دوام لري.