د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2104759
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

وطن ورځپاڼې "اردوغان: د فرصت یوه تاریخي کړکۍ پرانستل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره په لیدنه کې وویل چې په قره باغ کې د ارمنستان د نیواک په پای ته رسیدو سره په سیمه کې د دایمي سولې لپاره د فرصت یوه تاریخي کړکۍ پرانستل شوه. اردوغان وویل، دا ډېره مهمه ده چې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د فرصت دغه پرانیستل شوې کړکۍ باید ونه تړل شي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "علی یف: تورکیه د نړۍ په کچه د نفوذ خاوند هیواد دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف وویل چې تورکیه نن ورځ په نړۍ کې یو داسې هیواد دی چې د ځانګړي نفوذ خاوند دی. هغه وویل چې  "د تورکي  نړۍ یووالی او د ګډو کلتورونو خاوند د خلکو همغږي به د تورکي هیوادونو د سازمان هر غړی پياوړی کړي."

 

حریت ورځپاڼې " یوناني رسنۍ: اردوغان یو پیاوړی لوبغاړی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، اتن د انقرې - قاهرې اړیکې له نږدې تعقیبوي. په داسې حال کې چې يوناني رسنيو ليکلي چې تورکيه په دې وروستيو کې له پورته شويو ګامونو سره په جيو پوليټيک ډګر کې ډېر پياوړي دريځ ته رسېدلې، دوی ټينګار کړی چې ولسمشر اردوغان په سيمه کې يو پياوړی لوبغاړی دی چې هېڅوک پرې سترګې نه شي پټولی.

 

د سټار ورځپاڼې  "روسیه: د تورکیې د ډیپلوماسۍ د عزم  باید ستاینه وشي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په انقره کې د روسیې سفیر الکسي یرووف وویل، د تورکیې لخوا  د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند د ټینګښت په خاطر هیلې، وروسته د حل د بهیر په اړه د مرسته کولو  او د تورې بحیرې د غلو د نوښت د دوام به اړه هیلې او نوښتونه باید وستایل شي. د تورکیې دا قوي او پياوړی عزم باید وستایل شي.

 

ینی شفق ورځپاڼې "په تورکیه کې بېکاري کمه شوې او کار په زیاتېدو دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې د بیکارۍ کچه د ۲۰۲۳ کال په څلورمه ربع کې ۸.۸ سلنه وه چې د تیرې ربعې په پرتله د ۰.۴ سلنه کمه شوې ده . په دې موده کې د بې کارو کسانو شمېر ۱۳۷ زره کسانو په کمیدو سره ۳ میلیونه ۷۰ زره کسانو ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د تیرې ربعې په پرتله د استخدام شویو کسانو شمیر ۱۹۵ زره تنو ته لوړ شوی دی.



اړوند خبرونه