د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
حریت ورځپاڼې "اردوغان: موږ به تر هغه آرام ونه کړو تر کومه چې خپل ټوله ښارونه په خپلو خپو ونه دروو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب اردوغان د غازي انتپ د ښارې روغتون او د حلقوي سړکونو د پرانیستې په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې « مونږ به تر هغه وخته آرام ونکړو تر کومه چې زمونږ هغه ښارونه چې په زلزله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو د خپلو زیربناوو، سترو ساختمانونو، د ښار مرکز او کلیوالو سیمو سره بیرته په خپلو خپو ونه دروو.»
صباح ورځپاڼې "د مرکزي بانک د رئیس فاتح قره خان لومړی بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د مرکزي بانک نوي رئیس فاتح قره خان په خپله لومړۍ وینا کې انفلاسیون ته اشاره وکړه. کارهان وویل، "موږ هوډ لرو چې د پولي اړیکي ټینګښت تر هغه وخته پورې وساتو چې انفلاسیون زموږ د هدف سره مطابقت لرونکي کچې ته راټیټ شي."
د خبرتورک ورځپاڼې "د جنوري په میاشت کې د ۴۵ ولایتونو صادرات ډیر شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په جنورۍ میاشت کې ۴۵ ولایتونو خپل صادرات زیات کړي دي. استانبول د ۴ میلیارد ۳۳۰ میلیون ډالرو ټول صادراتو سره لومړی ځای لري.
سټار ورځپاڼې "تورکیې ته د سرو زرو او معدنونو بډایه هیواد څخه د شراکت وړاندیز" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په انقره کې د تاجکستان چې د سروزرو او معدونو له پلوه یو بډایه هیواد دی سفیر اشرف جان ګلوف تورکیې ته د ملګرتیا وړاندیز وکړ. ګلوف وویل، "تاجکستان له دوست هېواد تورکیې سره په ځانګړې توګه د سرو زرو، المونیم، نورو منرالونو او د پنبې د پروسس په برخو کې د ګډو تصدیو د جوړولو موخه لري."
د وطن ورځپاڼې "د الپر ګیزراوجي پیغام دی، د راستنیدو سفر ځنډول شوی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې لومړي فضانورد الپر ګیزراوجي په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې یو پوسټ وروسته له هغه شریک کړ چې ځمکې ته د هغه بیرته راستنیدل یوځل بیا وځنډول شول. ګیزراوجي وویل، "زه خپل هیواد ته د راستنیدو په تمه یم ترڅو د هغه ګامونو ارزښت اضافه کړم چې زموږ هیواد د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې د تجربو سره چې ما په دې ځانګړي سفر کې ترلاسه کړي دي."