د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2096555
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې " له وزیر فیدان څخه پرله پسې مهمې لیدنې کتنې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر توبیاس بلستروم او د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره په ټیلیفون خبرې وکړې. فیډان له بلستروم سره په خبرو کې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پر بهیر، د تورکیې – سویډن – فنلنډ ترمنځ د دایمي ګډ میکانیزم د راتلونکو غونډو لپاره د چمتووالي او د تورکیې – اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه خبرې وکړې. له مرادوف سره د فیدان د خبرو په ترڅ کې، د دوه اړخیزو اړیکو او په څو اړخیزو پلیټ فارمونو کې د همکارۍ فرصتونو په ځانګړې توګه د انرژۍ او ملکي هوایي چلند په اړه خبرې وشوې.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " په تېره یوه اوونۍ کې ۶۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت د رسنیو او عامه اړیکو سلاکار امیرالبحر ذکي اق تورک  اعلان وکړ چې په تېره اونۍ کې د عراق او سوریې په شمال کې ۶۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي.

 

یني شفق ورځپاڼې " په استانبول کې د انرژۍ د سکتور مهمه غونډه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انرژۍ د اقتصاد د نړیوالې ټولنې ۴۵مه غونډه به د تورکیې په کوربه توب په استانبول کې جوړه شي. د تورکیې د انرژۍ د اقتصاد ټولنې په همغږي کې د جون په میاشت کې د غونډې لپاره تر اوسه پورې د ۶۸ هیوادونو څخه د ۵۰۰ څخه ډیر غوښتنلیکونه ترلاسه شوي.

 

د صباح ورځپاڼې " د تورکیې د مرکزي بانک او د اسپانیا مرکزي بانک ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې جمهوریت مرکزي بانک او د اسپانیا مرکزي بانک ترمنځ د مرکزي بانکدارۍ مسلو په اړه د همکارۍ پراختیا لپاره د زمینې د برابرولو لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

 

د سټار ورځپاڼې " درې ریکارډونه په پرله پسې توګه مات شول " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په انقره کې د فنلند د سفارت تجارتي مشاور، جونا سیلین، د تورکیې او فنلند ترمنځ د سوداګرۍ کچه په پرله پسې ډول دریم ریکارډ ته په اشارې سره وویل چې دواړه هیوادونه په روان کال کې د سوداګرۍ حجم درې میلیارده یورو ته رسوي.



اړوند خبرونه