د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
ینی شفق ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزارت: د فلسطین لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه سازمان UNRWA سره د ځینو هیوادونو لخوا د مرستو د بندولو په اړه موږ اندیښمن یو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپل بیان کې وویل چې دوی په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) سره د ځینو هیوادونو لخوا د مرستې ځنډولو په اړه اندیښنه لري. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دې سازمان د څو غړو په وړاندې د ځینو تورونو له امله UNRWA ته د مرستې بندول به "په ابتدايي توګه د فلسطین خلکو" ته زیان ورسوي.
حریت ورځپاڼې " وزیر کاجر: "د تورکیې د ساینسي څیړونو د مرکز جوړولو لپاره کار دوام لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر اعلان وکړ چې ساینس پوهان او څیړونکي پرون له استانبول څخه د انترکتیکا ساینس په اتم ملي سفر کې د ګډون لپاره روان شول. کاجر وویل چې د دوی کار دوام لري ترڅو په انټرکټیکا کې د تورکیې ساینس څیړنیز مرکز تاسیس شي.
د سټار ورځپاڼې " له فضا څخه دریم تماس" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې لومړي فضانورد الپر ګیزراوجي د ولسمشر اردوغان او وزیر کاجر نه وروسته د سامسون پوهنتون له زده کونکو او پوهانو سره خپله لومړنۍ ژوندۍ خپرونه وکړه. د غونډې په جریان کې، ګیزراوجي د هغه تجربو په اړه معلومات ورکړل چې هغه په نړیوال فضا سټیشن کې د پاتې کیدو پرمهال ترسره کړي.
صباح ورځپاڼې " له بارکان څخه ۱۰۰۰ کیلومتره بریا" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د دفاعي صنایعو په اډانه کې جوړ شوي د بارکان په نامه پرته د چلوونکي پوځي ګاډي په واورو او خټو ساحو او سختو جغرافیو کې د ۱۰۰۰ کیلومترو څخه ډیر امتحاني پروګرام سرته ورسو. بارکان د خپلو ځانګړتیاوو سره کولی شي په سختو سیمو او سختو هوا شرایطو کې خپل ماموریت په ډیره ښه توګه ترسره کړي، او همدارنګه د امنیتي ځواکونو په وړاندې غیر متناسب ګواښونه له منځه یوسي.
د خبرتورک ورځپاڼې " د اردا ګولر لخوا " د دوام انتظار وکړۍ " پیغام د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ملي لوبغاړي اردا ګولر چې د اسپانیا د فوټبال په لومړي لیګ (لا لیګا) کې د ریال ماډریډ لپاره لوبېږي، د لومړي ځل لپاره په دې لیګ کې په یوه لوبه کې لوبه وکړه. ملي لوبغاړي اردا ګولر دا پیغام ورکړ، چې "د دوام انتظار وکړۍ."