د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2093567
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "د اردوغان لخوا د فلسطین ډیپلوماسۍ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویلي افریقا له ولسمشر رامافوسا سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې ټيلیفوني خبرو کې پر فلسطین د اسرائیلو پر بریدونو، دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې. اردوغان څرګنده كړه چې توركيه به د بشري حقونو په رڼا كې د دې قضيې د پاى ته رسولو لپاره تر ټولو زياتې هڅې وكړي او دا ډاډ به ترلاسه كړي چې اسرائيلو ته به هغه سزا وركړل شي چې مستحق يې دي.

 

صباح ورځپاڼې  "له تورکیې څخه سویډن ته د ناټو د غړیتوب اجازه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان پریکړه وکړه چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) ته د سویډن د الحاق په اړه د تورکیې ملي شورا لخوا تصویب شوی قانون توشیح کړي. ولسمشر اردوغان په ناټو سازمان کې د  د سویډن د غړیتوب پروتوکول  د توشیح په اړه د ولسمشرۍ فرمان لاسلیک او په رسمي‌ جریده کې نشر شو.

 

حریت ورځپاڼې " له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تورکیې څرګند پیغام "

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،  د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته اعلامیه خپره شوه. په خپره شوې اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې "موږ به د نړیوالو قوانینو له مخې زموږ د حقونو په چوکاټ کې د وخت او ځای په پام کې نیولو پرته، ټول هغه ترهګریز سازمانونه او د هغوی څانګې  چې زموږ هیواد ته ګواښ پېښوي له منځه وړو ته دوام ورکړو.."

 

ینی شفق ورځپاڼې  "د تورکیې د هغه ادعا  په اړه چې امریکا به له سوریې ووځي د دفاع وزارت څرګندونې " د سر لیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې ادعا په تړاو چې امریکا به له سوریې ووځي، ویل شوي چې 'دا ډول خبرونه باید په دې مسله کې د رسمي بیان او پلي کیدو له لیدلو پرته په احتیاط سره وڅیړل شي.' په دغه کتنه کې ټینګار وشو چې د دفاع او امنیت په برخه کې د سیمې ټول پرمختګونه له نږدې څارل کېږي.

 

د سټار ورځپاڼې  "د استانه په غونډه کې د تورکیې، روسیې او ایران ګډه پرېکړه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ په قزاقستان کې د سوریې په اړه د استانې په ۲۱مه غونډه کې د میکانیزم د تضمین کوونکو هېوادونو تورکیې، روسیې او ایران پرېکړه وکړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د هغو بېلتونپالو اجنډاو پر وړاندې چې د پولې په اوږدو کې د ګاونډیو هېوادونو ملي امنیت ته ګواښ پېښوي، همکارۍ ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه