د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2093285
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې "د ترهګرۍ پر وړاندې د همکارۍ د پیاوړتیا  په خاطر د اردوغان او رئیسي پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په ګډه خبري غونډه کې وینا وکړه. اردوغان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه وویل، "موږ د PKK/PYD/YPG او PJAK په وړاندې چې زموږ د هیوادونو او سیمې امنیت په نښه کوي د خپلو همکاریو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ."

 

یني شفق ورځپاڼې  "اردوغان: فضا ته به د  فضانوردانو لیږولو ته دوام ورکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې دوی فضا ته د فضانوردانو په استولو سره پدې برخه کې یو تاریخي ګام واخیست. اردوغان وویل، فضايي بیړۍ  به فضا ته تلو ته  دوام ورکړي، زموږ د الوتکې وړونکې بېړۍ جوړول به دوام وکړي او زموږ ځايي او ملي جنګي کښتۍ د جوړولو چارې به  دوام وکړي. ځکه چې موږ په هر ځای کې یو، په ځمکه، سمندر او  هوا کې . هغه وویل، "هیله ده، موږ به په خپل دفاعي صنعت کې د خپل ځواک نندارې ته دوام ورکړو."

 

حریت ورځپاڼې  "تورکیه به په نړیوالو فضايي پروژو کې برخه واخلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې د هغه ترټولو مهم هدف د فضا صنعت ته وده ورکول دي. د پلي کیدو لپاره د پروژو لیست کولو سره، کاجر وویل، "موږ به هغه تجربه چې د سپوږمکۍ په تولید کې مو ترلاسه کړې نوو پروژو ته انتقال کړو. موږ به په انقره کې د فضا ټیکنالوژۍ پراختیا زون رامینځته کړو. هغه وويل: "موږ به په نړيوالو پروژو کې برخه واخلو."

 

د سټار ورځپاڼې  " فضا ته د تورکیې د ستورمزلي ګیزراوجي سفر په نړۍ کې خورا انعکاس موندلی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، فضا ته تللي دریم قزاق او  د نړۍ ۵۴۵ م فضانورد آیدن آیمبتوف د لومړي تورکي فضانورد الپر ګیزرواکي فضا ته د تګ په اړه وویل: " تورکیې لخوا فضا ته د ستورمزلي لیږل په راتلونکي کې فضايي برنامې لا پسې د لا ودې په معنا دي. ایمبتوف وویل، موږ له تورکیې سره همکارۍ ته چمتو یو.

د خبرتورک ورځپاڼې  "د بایډن ادارې لخوا  کانګرس ته 'F-16' لیک" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا ولسمشر جو بایډن ادارې د کانګرس غړو ته یو لیک واستاوه او په تورکیې یې د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د لاک هیډ مارټین F-16 جنګي جټ الوتکو او عصري کټونو پلور تصویب غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه