د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1718726118)
د خبرتورک ورځپاڼې " وزیر فیدان: "موږ تاریخي مسؤلیت لرو چې په غزه کې د جګړې مخه ونیسو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: "په غزه کې روانه جګړه نه سوله راوستلی شي او نه تسلیمېدل. ددې جګړې مخنیوی زمونږ تاریخي مسؤلیت دی".
حریت ورځپاڼې " پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې پارلمان د شمالي اتلانتیک تړون ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب اړوند د پروتوکول د تصویب په اړه بحثونه او خبرې اترې بشپړې شوې.
د تورکیې په پارلمان کې د اوږدو خبرو اترو او بحثونو نه وروسته د نوموړي پروتوکول د تصویب په اړه د قانون په مسودې رای اچونه وشوه.
په رای اچونه کې نوموړې مسوده په پارلمان کې د موجودو ۳۴۶ وکیلانو څخه د ۲۸۷ وکیلانو د موافقو، ۵۵ وکیلانو د مخالفو او ۴ تنو وکیلانو د ممتنع رایو سره تصویب شوه.
پدې ډول د تورکیې پارلمان د شمالي اتلانتیک تړون ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب اړوند پروتوکول تصویب کړ او سویډن ته د ناټو ویزه ورکړه.
صباح ورځپاڼې " د تورکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم قالن عراق ته سفر کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم قالن پرون د عراق له ولسمشر عبداللطیف رشید او لومړي وزیر محمد شیاع السوداني سره وکتل. په دې کتنه کې د پي ک ک او داعش له تروريستي سازمانونو سره د مبارزې په لاره کې د ګډو اقداماتو او په دې برخه کې د همکاريو د دوام په باب خبرې وشوې.
د سټار ورځپاڼې " د تورکیې په اړه د کرملین بیان " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې تورکیې ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر لپاره د چمتووالي بهیر دوام لري او ویلي یې دي چې د روسیې او تورکیې ترمنځ په لوړه کچه تماسونه د اجنډا په سر کې دي..
وطن ورځپاڼې " وزیر بیرقدار د متحده عربي اماراتو د پانګونې له وزیر سره وکتل"
د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د انرژی او طبیعی منابعو وزیر الپارسلان بیرقدار د متحده عربی اماراتو د پانګی اچونی له وزیر محمد حسن الس،ویدی سره د انرژی په برخه کی د همکاریو د نقشی په اړه بحث وکړ. بیرقدار، په خپل ټولنیز میډیا اکاونټ کې د نوموړې لیدنې په اړه لیکلي دي چې ، د انرژۍ په برخه کې نوې پروژې به زمونږ اړیکې لا پسې ژورې او پياوړې کړي. همداشان په ګډه به سیمه اړیکو همکاریو کچه لا پسې لوړه کړو.