د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
حریت ورځپاڼې "تورکي فضانورد به په فضا کې ۱۳ ساینسي مطالعات ترسره کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکي فضانورد الپر ګیزراوجي به په نړیوال فضایي سټیشن کې په ۱۳ مختلف ساینسي مطالعات او څیړنې ترسره کړي. هغه به ۱۴ ورځې د فضا په نړۍوال ستیشن کې پاتې شي. په دې تجربو کې به مایکرو ګرافیت، په فضا کې د انسان روغتیا، په فضا کې د تورکیې د مالګې جهیل د نبات څیړنه، او د صفر ثقل چاپیریال کې د جامد مایع مخلوط څیړنه شامل وي.
یني شفق ورځپاڼې "ګیزراوجي به د ستورمزلو روغتیايي ستونزې وڅیړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، یوه له هغو تجربو څخه چې تورکي فضانورد الپر ګیزراوجي به په فضا کې ترسره کړي د تنفسي سیسټم فیزیولوژي وي. ګیزر اوجي به د مصنوعي هوښیارتیا په مرسته د ټیټ جاذبې له امله رامینځته شوو د ستورمزلو روغتیایی ستونزې وڅیړي او پدې اړه به راپور جوړ کړي. دا تجربه به په ټوله نړۍ کې د فضا روغتیا څیړونو سره مرسته وکړي.
صباح ورځپاڼې "د فضا سفر ماشومانو ته د الهام سرچینه شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې فضايي سفر ماشومانو ته هم الهام ورکړ. دا علاقه په انلاین پیرود کې هم منعکس شوې. په تیره اونۍ کې، د ستورمزلو جامو او ټی شرټونو او فضانوردانو د جامو او ماسکونو سره علاقه زیاته شوې. د تورکیې د ټکنوفسټ ځوانانو هم خپلې فضايي زده کړې ګړندۍ کړي دي.
د سټار ورځپاڼې "تورکیه به سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ واستوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې راتلونکی ګام، چې خپل لومړنی فضانورد یې فضا ته واستاوه، د سپوږمۍ پروژه به وي. په دې برخه کې د خپل کار په دوام کې تورکیه پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې سپوږمۍ ته خپله لومړنۍ فضايي بیړۍ واستوي. تورکیه به سپوږمۍ ته د یوې فضایي بیړۍ په واسطه چې پخپله يي جوړه او تولید کړي ورسیږي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د تورکي پروفیسور لخوا د سرطان حجرو د خپریدو مخنیوي لپاره مطالعه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سیواس د جمهوریت پوهنتون استادې پروفیسورې ډاکټر برنور اق قایا له هغه څیړنې پایلې ترلاسه کړي چې هغې د سرطان حجرو د خپریدو مخنیوي لپاره پیل کړې وې. پروفیسور ډاکټر اق قایا یو داسې مرکب مالیکول ترکیب کړی چې د سرطان او وژونکي حجرو مخه نیسي د عصبي سطحو ته د تلو او د خپریدو مخه نیسي.