د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
سټار ورځپاڼې "د تورکیې د لومړي فضانورد الپر ګیزراوجي فضايي سفر پیل شو"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د SpaceX فضایي بیړۍ، چې د تورکیې لومړی فضانورد یا ستور مزلی الپر ګیزراوجي هم پکې شتون لري په بریالیتوب سره په فلوریډا کې د کینیډي له فضايي مرکز څخه وتوغول شوه.
وطن ورځپاڼې "کاجر: موږ انشاالله چې کورنۍ فضايي بیړۍ او یو سپیس پورټ جوړ کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل: "په راتلونکي کې به پرته د انسان د سپوږمۍ فضايي ماموریت د خپلو کورنیو فضایي بیړیو سره ترسره کړو، موږ به د خپل ملي راکټ سیسټمونو په مرسته فضا ته د لاسرسي وړتیا لوړه کړو او خپل یو سپیس پورټ به جوړ کړو. "
حریت ورځپاڼې "اردوغان: موږ د ترورستان پروژه دړې وړې کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه به هیڅکله د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې شاته پاتې نه شي. اردوغان ځینیو لویدیځو هیوادونو ته چې د ترهګرو نه ملاتړ کوي په اشارې سره وویل، «دوی غوښتل چې ترهګریز سازمان چې دوی یې په مختلفو نومونو ملاتړ کوي او غړي یې روزلي او تجهیزوي، زمونږ د پولو په اوږدو کې د ترورستان یا ترهګرو دهلیز او مرکز جوړ کړي چې مونږ د دوې دا پروژه دړې وړې کړه. مونږ د پولې نه د پورې غاړې د عملیاتو سره ددوې ټول پلانونه شنډ او له منځه یوړل.مونږ به هیڅکله د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې په شا نه شو. هیڅوک مونږ ددې مبارزې نه لاس په سر کولې نشي."
د ینې شفق ورځپاڼې "فیدان: د اسرائیلو امنیت د ګواښ سره مخامخ ندی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان وويل دا هيڅکله د منلو وړ نه ده چې اسرائيل دې د امنيت په اساس د فلسطين په خلاف خپلو بريدونو ته مشروعيت ورکړي او ويې ويل : د اسرائیل امنیت هیڅکله هم د ګواښ سره مخامخ ندی، برعکس د فلسطین او سیمې د هیوادونو امنیت د ګواښ سره مخامخ دي .
صباح ورځپاڼې "تورکیې عراق، ایران او پاکستان باندې د اعتدال غږ وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د عراق او پاکستان په خاوره د ایران د نه وروسته د رامنځته شوي وضعیت په اړه اندیښمنه څرګنده کړه او په دریو دوستو او وروڼو هیوادونو یې د اعتدال او عقل سلیم نه د کار اخیستو غږ وکړ.