د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718874794)
د خبرتورک ورځپاڼې "د اردوغان لخوا د نوو عملیاتو په اړه پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د PKK ترهګرې ډلې پر وړاندې د نویو عملیاتو په اړه وویل "موږ به په راتلونکو میاشتو کې په دې برخه کې نوي ګامونه پورته کړو، پرته له دې چې د چا څه ویلو او ګواښونو ته وکتل شي."
وطن ورځپاڼې "د تورکیې لخوا د ترهګرۍ پر ضد اعلامیه" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې د ملي شورا په عمومي غونډه کې د «ترهګرۍ پر ضد د اعلامیې» په اړه د پارلمان د رئیس اقدام تصویب شو. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې ، ټوله نړۍ باید پوه شي " د ترهګرۍ پر خلاف زموږ مبارزه به تر هغه وخته دوام وکړي ، تر څو وروستی ترهګر له منځه وړل شوی نوي، د ترهګرۍ ټولې ریښې وچې شوې نوي او د ترهګرۍ تر شا ټول ملاتړونه له منځه تللي نوي."
یني شفق ورځپاڼې "د وزیرانو روښانه پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې
ملي دفاع وزیر یاشر ګولر وویل، "مونږ به په هیڅډول او هیڅ پلمه یا کوم دلیل اجازه ورنکړو چې د تورکیې په جنوبي پولو (د سوریې په شمال کې) د ترهګرو دهلیز جوړ شي." همداشان د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، "موږ د تروریزم ضد ډیپلوماسۍ پرمخ وړو او پدې پوهیږو چې پي ک ک ترهګرې ډله په کومو هیوادونو کې سیاسي پښه لري."
د سټار ورځپاڼې " فضا ته د تورکیې تاریخي سفر نن پیلیږي" د سرلیک لاندې لیکلی دي، د تورکیې تاریخي فضايي سفر څو ساعته وروسته رسمآ پیلیږي. د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د تورکیې د فضايي پروګرام په چوکاټ کې فضا ته د تورکي فضانور سفر نن پيلیږي. ټولې تورکیې پام دې تاریخي شیبو ته اوښتی دی. د تورکیې لومړنی فضانورد الپر ګیزراوجي به نړیوال فضایي سټیشن ته واستول شي.
حریت ورځپاڼې "اردوغان د تورکیې له لومړي ستورمزلي الپرګیزراوجي سره خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې د لومړي فضايي مسافر الپر ګیزراوجي سره چې د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۸ نیټه د ترکیې په وخت د ماسپښین په ۰۱:۱۱ دقیقو فضا ته ځي د ویډیو کنفرانس له لارې وکتل. اردوغان، د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ، زمونږ لومړنی ستور مزلی د سترې ، پیاوړې او قوي اهدافو خاوند یوې تورکیې نشانه ده.