د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2088637
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې " اردوغان له النهیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. النهيان د تورکیې پر پوځيانو د تروريستي بريد له امله اردوغان ته خپله خواخوږي څرګنده کړه. د تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د یووالي پیغامونه هم ورکړل شول.

 

یني شفق ورځپاڼې  "د ټولنیزو رسنیو کاروونکي : امریکا صمیمي نده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، امريکا چې د پي ک ک  له تروريستي سازمان سره مرسته او تمويل کوي، د عراق په شمال کې د تروريستي بريدونو په  نتیجه کې د تورکیې د ۹ تنو سرتیرو د شهادت له امله د خواخوږي پیغام خپور کړ. امریکا پدې پیغام کې د تورکیې د خلکو او شهیدانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده .  د امریکا ددې پیغام په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خلکو سخت غبرګون وښود. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو امریکا په دوه مخۍ تورنه کړه او لیکلي دي چې ، امریکا د یو پلو نه ددې ترهګرو سره مرسته او ملاتړ کوي او د بله پلوه خواخوږي څرګندوي.  دا امریکا ښکاره دوه مخي ده.

 

سټار ورځپاڼې "په سوریه او عراق کې هوايي عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې وسله والو ځواکونو د عراق او سوریې په شمال کې د ترهګرو پر اهدافو هوایی عملیات ترسره کړل. د مسؤلو ترهګرو په ګډون ۲۴ هدفونه له منځه وړل شوي دي.

 

حریت ورځپاڼې " د تورکیې هوايي عملیاتو په نړۍ کې د پام وړ انعکاس کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې هوايي عملیات چې په سوریه او عراق کې یې د ترهګرو ځالې له منځه وړي، د نړۍ په مطبوعاتو کې په پراخه کچه د پوښښ لاندې راغلي دي. رسنیو راپور ورکړی چې ډیری ترهګر له منځه وړل  شوي دي. ورځپاڼې لیکلي دي چې د تورکیې جنګي الوتکو د ترهګرو څمڅې، پټنځایونه، ډیپوګان او د تیلو تاسیسات له منځه یوړل.

 

صباح ورځپاڼې  "د یونان دفاع وزیر ډینډیس: تورکیه زموږ څخه ډیر مخکې ده"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان د دفاع  وزیر ویلي دي چې  تورکیه د دفاعي صنایعو په ډګر کې د خپلو بریاوو او ډیپلوماسۍ په حرکتونو سره د نړۍ یو له مخکښو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د یونان د دفاع وزیر نیکوس دینډیس یو تاریخي اعتراف وکړ. هغه وویل چې تورکیه د یونان نه مخکې ده.



اړوند خبرونه