د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2084177
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د خبرتورک ورځپاڼې  "ایران ته د اردوغان د خواشینۍ پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران په کرمان ولایت کې د ترهګریزو بریدونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه. اردوغان زیاته کړه: «زه د ایران دوست او ورورو ولس ته خپله خواخوږي څرګندوم.

 

د سټار ورځپاڼې  "اردوغان له رئیسي سره ټيلیفوني خبرې وکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې ټیلیفوني خبرو کې پریکړه وشوه چې تورکیې ته د رئیسي سفر تر یوې نیټې پورې وځنډول شي.

 

صباح ورځپاڼې  "اسرائیلو ته د فیدان لخوا د لبنان خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې ځینې اسرائیلي مقامات غواړي چې جګړه لبنان ته خپره کړي. فیدان خبرداری ورکړ  'دا لاره (د اسرائیل او لبنان جګړه) یو طرفه جاده او لاره ده. که چیرې  دا جګړه لبنان ته وغځیږي دا جګړه به یقینا پای ته ونه رسیږي. هغه وویل، «بلکه، که د مسلې د هوارولو لپاره وي، موږ باید پر سولې او د دوه دولتونو پر حل تمرکز وکړو.»

 

حریت ورځپاڼې " د سرې میاشتې دویمه مرستندویه بېړۍ غزې ته ورسېده " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د سرې میاشتې لخوا استول شوې  په مرستو بار دویمه بیړۍ غزې ته ورسیدله. سرې میاشتې ۱۰۷ ټنه بشري مرستې په ۱۴۷ لاریو کې بار کړې او ددوې له جمع  ۶۶ لارۍ چې  خیمې، بسترونه، خواړه او حفظ الصحه مواد پکې بار دي غزې ته ورسیدې.

 

یني شفق ورځپاڼې  "د تورکيې د ساختماني شرکتونو لوی بریالیتوب" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې نړۍوال ساختماني  سکتور په ۲۰۲۳ کال کې د ۲۷.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت سترې پروژو چارې پایته رسولي دي.  د تورکیې ساختماني سکتور د نړۍ په ۱۳۵ هیوادونو کې د ۵۰۱ میلیارد او ۹۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې ترلاسه کړي. د تورکیې ساختماني سکتور په اسپانیا کې د بارسلونا کلب د لوبغالي د  ترمیم پروژه په بهر کې ګټل شوې سمبول پروژې څخه یوه ده.



اړوند خبرونه