د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې " اردوغان: د جمهوریت په تاریخ کې د صادراتو ریکارډ مات شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په خپله وینا کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال صادرات د تیر کال په پرتله ۰.۶ سلنه زیات شوي او ۲۵۵ میلیارده ۸۰۹ میلیونو ډالرو ته رسیدلي او ویلي یې دي چې زموږ د جمهوریت په تاریخ کې د صادراتو ریکارډ مات شوی دی.
وطن ورځپاڼې " د پي کاکا ترهګري سازمان یو بل مشر په سلیمانیه کې له منځه یوړل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان د سلیمانیه په سیمه کې د PKK ترهګریز سازمان د مخدره توکو یو له مشهورو قاچاقبرانو څخه عبدالمطلب دوغرجي له منځه یوړ.
د سټار ورځپاڼې " په یونان کې د تورکیې سره پر اړیکو ټینګار " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونان په رسنیو کې د تورکیې او یونان د اړیکو په اړه بحثونه دوام لري . د یونان دولتي چینل ERT په خپور کړي یو تحلیل کې ویلي دي چې ، "۲۰۲۴ کال د تورکیې او یونان اړیکو لپاره خورا مهم دی."
د خبرتورک ورځپاڼې " په کرابوک کې د پیسو په یوې خزانه کې ۱۴۰۰ کاله مخکې دورې پورې اړوند ۱۰ سکې وموندل شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کارابوک د ایسکیپزار ولسوالۍ د هادریانوپولیس په لرغوني ښار کې د لرغون کیندونو په جریان کې ، په یوې کوچنۍ خټینې خزانه کې د ۱۴۰۰ کلونو مخکې دورې پورې اړوند ۱۰ سکې وموندل شوې. ویل شوي چې دا سکې د قسطنطین ۲ پورې اړه لري او د ۶۴۱-۶۶۶ میلادي کلونو ترمنځ تاریخ لري.
حریت ورځپاڼې " په انتالیا کې د ګرځندوی ریکارډ مات شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د انتالیا ولایت تیر کال د ۱۵ میلیون ۶۸۹ زره ۲۵۸ بهرنیو سیلانیانو په کوربه توب د ټول وخت ریکارډ مات کړ. دغه ښار تېر کال له روسیې څخه د ۳ میلیونو ۴۶۱ زره ۷۶۲ سیلانیانو کوربه و.