د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2081976
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

صباح ورځپاڼې  "د ملي بقا په اړه د اردوغان ټینګار" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د « ګذر وکیلانو» په غونډه کې په خپله وینا کې وویل: «موږ ترهګر په خپلو  پټنځایونو  کې له منځه وړو. هغه اعلان وکړ چې ۵۹ ترهګر له منځه وړل شوي دي. اردوغان په ملي بقا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې زمونږ سره کرښه د یو ملت، یو بیرغ، یو وطن او یو دولت د اصولو مراعات کول دي چې زمونږ د ملي بقا اساس دی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "هغه ځایونه چې د ترهګرو په وینا نیول يي ناممکنه وو اوس زمونږ  تر کنټرول لاندې دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ملي دفاع وزارت سرچینې وویل، " د تورکیې وسله وال ځواکونه د هر ډول ګواښونو او خطرونو په ځانګړې توګه د PKK/KCK/PYD-YPG، داعش او FETO تروریستي سازمانونو په وړاندې خپلې نه ستړې کېدونکې او کلکې مبارزې ته دوام ورکوي . د ترهګرو په اند هغه ځایونه چې تلل ورته ناممکنه وه اوس د الله په مرسته د تورکې د وسله والو ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او ټول نیول شوي دي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " ( انکا – ۳ ) بې پیلوټه تعرضي الوتکې  خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره بشپړه کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان خبر ورکړ چې د تورکیې د فضايي صنایعو د مشترک  شرکت لخوا جوړه شوې بې پیلوټه جنګي الوتکې ANKA 3 خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.

 

سټار ورځپاڼې "د امریکا سره  - ایف-۱۶ جنګي الوتکو کړکیچ حل کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بهرنۍ پالیسۍ او امنیت په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار، سفیر عاکف چاغتای کلیچ وویل چې د امریکا په کانګرس کې د F-16 الوتکو کار ګړندی شوی او ویلي یې دي، "هغه ټکي چې موږ پرې اختلاف لرو، کم شوي دي."

 

حریت ورځپاڼې "د نتانیاهو په اړه د چیلیک غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک په غزه کې د اسرائیلو وحشیانه بریدونو په اړه د غبرګون ښودلو په ترڅ کې وویل: د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو لخوا چې  د ملکي وګړو په وړاندې له کوم توپیر پرته د تاریخ تر ټولو وحشیانه تیری ترسره کړی، زموږ د ولسمشر په اړه خبرې کول او یا نیوکې کول په اصل کې په خپل ځان ملنډې وهل دي. نتانیاهو به یوه ورځ به قانون پر وړاندې ددې وحشیانه ظلمونو حساب خامخا ورکوي او د هغه پر وړاندې نفرت به هیڅکله هم له منځه ولاړ نشي. "



اړوند خبرونه