د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر تورک ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د شهیدانو په خاطر د تسلیت پیغام"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د عراق په شمال کې ترهګرۍ پر خلاف په روانو عملیاتو کې د ترهګرو په برید کې د شهید شوو سرتیرو په خاطر د تسلیت پیغام خپور کړ. اردوغان د خپلې ټولنیزې مډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي: «د بېلتون غوښتونکو غلیمانو او ترهګرو نه زمونږ د سرتیرو د تویې شوې هر څاڅکې وینې حساب پوښتل شوی دی ، موږ به د ترهګرو د ریښو د وچولو په موخه ستراتیژۍ ته په کلک هوډ سره دوام ورکړو. د وروستي ترهګرو د لمنځه وړو پورې به زمونږ مبارزه د قوي عزم او هوډ سره دوام وکړي "
د حریت ورځپاڼې " د تورکیې د ملي استخباراتو لخوا هدفي عملیات " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) په سوریه کې د PKK/YPG د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان د عین العرب د سیمې مسئول "بهوز آفرین" د هدفي عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړ.
صباح ورځپاڼې " د ملي دفاع وزیر ګولر د عراق پولې صفري نقطې نه لیدنه وکړه "
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر پرون د عراق سرحدي کرښې لیدنه وکړه. هغه دلته په خپل بیان کې وویل د ترهګرو لخوا زمونږ پر اتلو ځواکونو د بریدونو نه وروسته د روانو عملیاتو په نتیجه کې تر ۳۰ تنو ډیر ترهګر له منځه وړل شوي او د خپلو اعمالو په سزا رسول شوي دي.هغه وویل چې په سیمه کې به زمونږ عملیاتو د قوي عزم سره دوام وکړي.
د سټار ورځپاڼې " په ۱۰ ولایتونو کې د « اتلانو -۳۵» عملیات د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علی یرلي کایا اعلان وکړ چې د "اتلانو - ۳۵" عملیاتو کې چې په ۱۰ ولایتونو کې ترسره شول د ترهګرو اړوند ۵۸ څمڅې او پټنځایونه ویجاړ شوي دي. د نوموړو عملیاتو په نتیجه کې د ترهګرو اړوند د بیلابیلو وسلو، مهماتو او چاودیدونکو توکو په ګډون وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. ترهګرو چې غوښتل د د نوموړو وسلو او مهماتو نه په استفادې سره د ژمي په میاشتو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي ټول له منځه یوړل شول .
وطن ورځپاڼې " د استانبول هوایی ډګر په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپا د هوايي چلند د خوندیتوب د سازمان د راپور له مخې د استانبول هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر دی چې د ډسمبر له ۴ تر ۱۰ پورې هره ورځ په اوسط ډول ۱۲۹۶ الوتنې درلودلي دي. د استانبول هوايي ډګر د لندن له هیترو وروسته د ورځې په اوسط ډول ۱۲۸۶ الوتنې لري، د امستردام شیفول په ۱۲۵۱ الوتنو او د پاریس چارلس دي ګول هوايي ډګر د ۱۲۱۷ الوتنو سره په دویم او دریمو کتارونو کې ځای نیولی دی.