د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718759937)
د خبرتورک ورځپاڼې "د مرکزي بانک زیرمو کې نوی ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د جمهوریت د مرکزي بانک د ناخالص زیرمو زیاتوالی دوام لري. د مرکزي بانک ټولې زیرمې ۱۴۲ عشاریه ۵ میلیارد ډالرو ته رسیدلي. زیرمې د می له پای راهیسې ۴۴ عشاریه ۱ میلیارد ډالره زیاتې شوي دي.
ینی شفق ورځپاڼې "تورکیه به د بریښنایی موټرو او بیټریو په برخه کې د تولید په مرکز بدل شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنايعو او تکنالوژۍ وزير محمد فاتح کاجر د چين په پلازمېنه بېجينګ کې له خپلو چينايي سيالانو سره وکتل. د ملاقاتونو په مهال د دوه اړخيزه همکاريو په خاصه توګه د برقي ګاډو او د بيټرۍ په برخو کې پر پانګه اچونو خبرې اترې وشوې. وزیر کاجر وویل "موږ غواړو چې تورکیه د بریښنایی موټرو او بیټریو په برخه کې د تولید په مرکز بدل کړو."
د سټار ورځپاڼې "تورکیه به پر بهرنۍ انرژۍ تکیه پای ته ورسوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیه چې یو په بل پسې د طبیعي ګازو او نفتو کشفونه کوي، د ګبر په سیمه کې یو په بل پسې ریکارډ ماتوي. په ګبر کې د تورکیې د تېلو تولید له ۳۰ زرو بېرلو څخه واوښت. د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل، په نویو کشفونو سره به د انرژۍ په برخه کې په بهر د تورکیې تکیه ختمه شي. تورکیه به پدې برخه کې په خپلو خپو ودریږي او په ځان بسیا به شي.
صباح ورځپاڼې " تورکیه د لوژستیک په برخه کې ګټور هېواد دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ د ستراتیژۍ او بودیجې مرستیال کوتلو خان تاشکن وویل چې تورکیه د لوژستیک له پلوه خورا ښه فرصتونه لري. زموږ هېواد له ۶۷ هېوادونو څخه چې ټولټال ۱.۴ میلیارده نفوس لري، په څلور ساعته الوتنې په واټن کې موقعیت لري او د دغو هېوادونو ملي عاید په ټولیز ډول ۴۰ تریلیون ډالرو ته رسېدلی دی. هغه وويل "موږ په داسې يوه جغرافيه کې قرار لرو چې د لوژستيک له پلوه ښه فرصتونه شتون لري."
د وطن ورځپاڼې " د تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز ته د برازیل دولتي نښان ورکړ شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د ترکش ایرلاینز عمومي رئیس بلال اکسي ته د ترکیې او برازیل ترمنځ د سوداګریزو او کلتوري اړیکو په پیاوړتیا کې د هغه د مرستې او د وبا په دوره کې د هغه وقف شوي کار لپاره د برازیل دولتي امر ورکړل شو. اکشي وویل، "زه دا مډال زموږ د ټیمونو په استازیتوب ترلاسه کوم چې په هر وخت او هر ډول شرایطو کې ډیر ښه او خوندي خدمات وړاندې کړي دي او وړاندې کولو ته دوام ورکوي. '