د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2078056
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

صباح ورځپاڼې " د غزې په اړه د  نړیوالې ټولنې نه د اردوغان غوښتنه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نړیواله ټولنه اسرائیلو ته د سمو لارښونو او پيغامونو  د  استولو سره  د روان  قتل عام مخنیوي په برخه کې مهم او  لومړنی مسولیت لري. اردوغان وویل چې  "د تورکیې په توګه، موږ له لومړۍ ورځې راهیسې د بیړني اوربند د رامنځته کولو او د شخړو د پراخیدو د مخنیوي لپاره جدي ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي."

 

حریت ورځپاڼې  " هنګري ته د اردوغان  سفر" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې  هنګري ته سفر وکړ. ولسمشر اردوغان د هنګري‌ د ولسمشرۍ سره د لیدنې نه وروسته د لومړي‌ وزیر اوربان سره لیدنه وکړه. د ولسمشر اردوغان او د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان ترمنځ د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځه د همکاریو د لا ژورولو په خاطر د ګامونو پورته کولو په اړه خبرې وشوې.

 

ینی شفق ورځپاڼې "ویکتور اوربان: راتلونکې پیړۍ به د تورکیې پیړۍ وي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، ولسمشر رجب طیب اردوغان د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. د هنګري لومړي وزیر اوربان دلته په خپله څرګندونو کې ولسمشر اردوغان ته په خطاب کې وویل چې " تاسو د راتلونکې پیړۍ لپاره یوه لویه پروژه وړاندې کړې ده. راتلونکې پیړۍ به ستاسو پيړۍ وي. هغه وويل: "موږ په دې باور لرو. مونږ د تورکیې سره یو زیات شمیر د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل."

 

د سټار ورځپاڼې  "د تورکیې او هنګري ترمنځ د انرژۍ همکاري" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چی تورکیه او هنګری به د اتومی انرژی، د ځمکی لاندی طبیعی ګازو ذخیره کولو او د مایع طبیعی ګاز LNG ترمینلونو په برخه کی همکاری وکړی. د تورکیې د انرژۍ وزیر بیرقدار وویل، موږ د اټومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ. "د لاسلیک شویو تړنونو سره، زموږ موخه دا ده چې په دې برخه کې زموږ همکاري یو لا بنسټیز موقف ترلاسه کړي."

 

وطن ورځپاڼې  "د اروپايي اتحادیې هیوادونو سره د ویزې ستونزه حل کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د اروپايي ټولنې له هېوادونو سره د تورکیې د ویزې د ستونزې د حل لپاره خبرې اترې چټکې شوې دي. د پروسې په ګړندۍ کولو ټینګار کیږي، په ځانګړې توګه د زده کونکو، اکادمیکو برخو، سوداګرو او هنرمندانو لپاره. د تورکیې د اتباعو لخوا د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته د ویزو غوښتنلیکونو ردولو کچه په وروستیو کلونو کې د پام وړ لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه