د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719237515)
وطن ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان له جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د نوموړي تماس په ترڅ کې وویل چې په غزه کې بشري تراژیدي باید ژر تر ژره ودرول شي چې د امریکا لخوا د اسرائیلو نه د غیر مشروط ملاتړ په ایستلو سره ژر تر ژره اوربند تامین شي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا هم د نړۍ او هم د امریکا عامه افکارو غوښتنه ده. ولسمشر اردوغان وویل چې په سیمه کې هر څه ژر د دایمې او تل پاتې اوربند تامینول د امریکا تاریخي مسئولیت دی .
صباح ورځپاڼې " په اذربایجان کې د وزیر فیدان مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون په اذربایجان کې په خپله وینا کې دې ته په اشارې سره چې په غزه کې د اوربند په مقابل کې یوازې امریکا ولاړه ده او زیاته یې کړه: هغه کسان چې د اسرائیلو ملاتړ کوی باید په دغه وضعیت ښه پوه شی او له امریکا نه هیله لری د ملګرو ملتونو د پرېکړو په مخکې نور خنډونه جوړ نکړي."
حریت ورځپاڼې " پوتین: اردوغان مخکښ رول لوبولی دی "د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوه خبري کنفرانس کې د اسرائیلو او حماس جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غزې په روانو هڅو کې مخکښ رول لوبولی دی.
د سټار ورځپاڼې " د امریکا لخوا د PKK سره د تمریناتو په اړه د تورکیې غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت سرچینې په سوریه کې له ترهګرو ډلو نه د امریکا د ملاتړ په اړه وویل: له امریکا څخه زموږ هیله دا ده چې له دغه ترهګریز سازمان سره هر ډول مرستې او ملاتړ پای ته ورسوي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادقانه چلند وکړي.
د خبرتورک ورځپاڼې " فضا ته د تورکیې د لومړي ستور مزلي د سفر نېټه اعلان شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر اعلان وکړ چې الپر ګیزراوجي به لومړنی تورکي ستورمزلی وي چې په نړیوال فضایي سټیشن کې به کار وکړي. نوموړی به د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۹ مه نیټه فضا ته سفر وکړي.