د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718891767)
وطن ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان: زمونږ لخوا د نیولو شوو تدابیرو مثبتې اغیزې په بازارونو کې په ډیره ښه توګه احساسیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې
ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په خپله وینا کې وویل چې د دوی د اقداماتو مثبتې اغیزې په بازار کې احساس شوې دي. اردوغان وویل، د اکتوبر میاشتې د کاري ځواک احصایه د دې نښه ده چې موږ په سمه لار روان یو.
حریت ورځپاڼې " په ګبر کې هره ورځ ۳۰ زره بېرله تېل تولیدېږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د توركيې د نفتو دولتي شرکت راپور وركړ چې د شرناق ولایت په ګبر غره كې د تېلو ورځني توليد ۳۰ زره بېرلو ته رسېدلى دى. د تورکیې د نفتو دولتي شرکت لخوا په خپور شوي بیان کې، دا ویل شوي چې " د شرناق ولایت د ګبر غره په سیمه کې د شهید اسماء چیویک او شهید ای بوکې یالچن د نفتو په سیمه کې په پرانیستل شوو ۲۳ څاګانو کې زمونږ ورځنی تولید ۳۰ زره بیلرو ته لوړ شوی دی. "
صباح ورځپاڼې " شیمشک: د بیکارۍ کچه ۸ عشاریه ۵ سلنې ته راټیټه شوې، چې په تیرو ۱۱ کلونو کې ترټولو ټیټه کچه ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشک وویل چې د اکتوبر په میاشت کې د بیکارۍ کچه اته نیم سلنې ته راټیټه شوې چې په تیرو ۱۱ کلونو کې ترټولو ټیټه کچه ده. شیمشک وویل، "موږ هره ورځ د هغو پالیسیو پایلې ګورو چې موږ پلي کړي، او زموږ د پروګرام اهدافو ته به دوام ورکړي."
د سټار ورځپاڼې " د تورکیې د هوايي چلند په تاریخ کې یو ستر بریالیتوب " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت لخوا جوړ د ځايي او ملي امکاناتو سره جوړ شوې د بیرقدار تي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکو یو ځل بیا یو نوی ریکارډ ټینګ کړ. بیرقدار ټي بي ۲ د تورکیې د هوايي چلند په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، په بریالیتوب سره د ۷۵۰ زره الوتنې ساعتونه بشپړ کړل.
د خبرتورک ورځپاڼې " په ماردین کې د سمندري محصولاتو په شکل موزایک وموندل شول " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ماردین ولایت د قزل تپې په ولسوالۍ کې د تاریخي کیندونو په ترڅ کې د روم د دورې اړوند د سمندري محصولاتو په شکل سره تاریخي موزایک پارچې وموندل شوې. د ماردین د موزیم رئیس او د تاریخي کیندلو مشر، عبدالغني ترکان وویل چې دوی پدې کیندونو کې د بیزانس – روم د دورې اړوند موزایک چې سمندري حیواناتو شکل پرې رسم شوي دي موندلي دي. دا اثار په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي .