د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718860063)
حریت ورځپاڼې " اتن ته د اردوغان د سفر انعکاسات دوام لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي، اتن ته له شپږو کلونو وروسته د ولسمشر رجب طیب اردوغان سفر د دغه هېواد په رسنیو کې انعکاسات دوام لري. یوناني رسنیو دې سفر ته تمه ښودلې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې به مثبته فضا دوام ومومي. په یوناني رسنیو کې د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس او اردوغان ترمنځ ټوکو ته هم اشاره کړې ده.
د سټار ورځپاڼې "د تورکیې او یونان ترمنځ نوی دوره" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې او یونان د پانګونې د دفترونو له خوا د لاسلیک شوي تړون له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو پانګونو د زیاتولو هڅې وشي. له دې موافقې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو نړیوالو پانګونو په برخه کې د همکارۍ نوی پړاو پیل شو. په دې تړون کې د دوه اړخیزو پانګونو زیاتوالی او په دریم ګړو هیوادونو کې د دواړو هیوادونو شرکتونو همکارۍ هم شاملې دي.
صباح ورځپاڼې ″ په استانبول کې لسګونو زرو کسانو د فلسطین په خاطر لاریون وکړ″
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اسرائیلو ترهګر دولت په غزه کې د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ناروغانو د توپیر په نه کولو سره د لبه قتل عام ته دوام ورکوي. د دسمبر په لسمه نېټه د بشري حقونو د ورځې په مناسبت په استانبول کې د اسرائيلو پر ضد چې د نړۍ د سترګو په وړاندې د فلسطينيانو نسل وژنه کوي لاريون وکړ. پدې لاریون کې ګډون کوونکو د مدني او غیرې دولتي سازمانونو استازو "قاتل اسرائیل" په څیر شعارونه ورکول.
ینی شفق ورځپاڼې ″ د بشریت ضد جرمونو په ثبتولو پيل وشو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په غزه کې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو د ثبتولو لپاره د بشریت لپاره ثبت او راجستر نوښت جوړ شو. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هنرمندان، لیکوالان او ژورنالیستان به په خپلو برخو کې د خپلو کارونو له لارې په غزه کې قتل عام بیان کړي. نوموړي اثار به د دسمبر تر ۳۰ مې د استانبول د رامي په کتابتون کې سره راټول او وروسته به بیا د ویبپاڼې له لارې نشر شي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د ۱۹۱۵ چناق قلعه پل جایزه ترلاسه کړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ۱۹۱۵ چناق قلعه پل چې آسیا او اروپا براعظمونه سره نښلوي، د ENR (انجینیرینک نیوز ریکارډ) مجلې د ژوري لخوا د عمومي ارزونې په پایله کې د "د کال د پروژې" جایزې وړ وګڼل شو. د چناق قلعه پل د کال تر ټولو د غوره پروژې په توګه وټاکل شوه.