د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2073120
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې " اردوغان: نتانیاهو د ټولې سیمې امنیت له خطر سره مخ کوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر په پلازمینه دوحه کې د خلیج د همکارۍ شورا غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اداره د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو په خاطر د ټولې سیمې امنیت او راتلونکې په خطر کې اچوي.

 

حریت ورځپاڼې  "اردوغان: د اسرائیل نه باید د ترسره کړو جنایتونو حساب وپوښتل شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان  په قطر کې  په خپله وینا کې  وویل چې  په غزه کې  چې  څه روان دي هغه د انسانیت خلاف  جنایت دی ،  د اسرائیل نه باید د ترسره کړو جنایتونو حساب وپوښتل شي . همداشان وروستیو پیښو او وضعیت د یو خپلواکه  فلسطیني دولت  د جوړولو  اهمیت  یو ځل بیا  څرګند کړ. موږ چمتو یو چې د ضمانت کوونکي  په توګه د سیمې له هېوادونو سره یوځای مسئولیت په غاړه واخلو.»

 

وطن ورځپاڼې  "د تورکیې دودیز زیتون کښت په یونیسکو کې شامل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی اعلان وکړ چې د تورکیې دودیز زیتون کښت د "یونیسکو د غیر متناسب کلتوري میراثونو په لیست کې شامل شوی چې بیړنۍ ساتنې ته اړتیا لري".

 

ینې شفق ورځپاڼې " د  تورکیې لخوا د تیلو په اړه مهم اقدام " د سرلیک لاندې لیکلي دي

تورکیه په اروپا کې د تېلو د اکتشاف په برخه کې د تر ټولو سختو اکتشافاتو لرونکی هېواد ګرځېدلی، چې د تېلو د فعالو زېرمو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی دی. سږ کال د نفتو په برخه کې ۴۳ شرکتونه چې ۳۳ کورني او ۱۰ بهرنۍ پانګونه لري، خپلو اکتشافاتو او تولیداتو ته دوام ورکوي. سږ کال ۱۹۵ څاګانې پرانېستل شوې او په ټولیز ډول ۴۱۸ زره متره مربع کېندل شوي دي.

 

د سټار ورځپاڼې  "ټوګ د امریکا د تیسلا برېښنايي موټر نه تخت ونیو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې په تورکیه کې سږ کال د یو میلیون نه د ډیرو موټرو د پلورل کیدو سره یو ستر ریکارډ مات شوی دی ، د تورکیې ځايي او کورني موټر  ټوګ هم د نوامبر په پلور کې د ټیسلا څخه خپه واړوله. پداسې حال کې چې د ترکیې کورني او ملي موټرو ټوګ په نوامبر کې ۴۴۰۱ موټر خپلو مالکینو ته وسپارل ، د امریکا د  ټیسلا موټر بیا د ۹۰۰ موټرو په وړاندې کولو سره په پلور کې له ټوګ  څخه وروسته  پاتې شو.



اړوند خبرونه