د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719104374)
د سټار ورځپاڼې " د ملی دفاع وزارت: ۱۹۲۷ ترهګر له منځه وړل شوي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت د رسنیو او عامه اړیکو سلاکار ذکي اق تورک پرون په دغه وزارت کې خبري غوندې وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه په بې ساري ډول دوام لري او د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې د عراق او سوریې په شمال کې د وژل شوو ترهګرو په ګډون ۱۹۲۷ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي چې ددوې له جمع نه ۵۹ تنه د تیرې یوې اونۍ په دننه کې له منځه وړل شوي دي.
صباح ورځپاڼې " د تورکیې ملي استخباراتو د پي کاکا ترهګري سازمان په سوریه کې د وسلو مسئول له منځه یوړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ملي استخباراتو منسوبینو د په سوریه کې د پي کاکا ترهګري سازمان د وسلو مسئول فخرالدین تولون مشهور په خیري سرحد باندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له لمنځه یوړ.
وطن ورځپاڼې " د تورکیې سمندري ځواکونو د لومړي لپاره د ( زاخا ) په نامه ځايي او ملي تعرضي واسطه وکاروله "د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سمندري ځواکونو لخوا تنظیم شوي د ختیځې مدیترانې - ۲۰۲۳ تطبیقات دوام لري. د تورکیې د سمندري ځواکونو د ژغورنې په عملیاتو کې چې په انتالیا خلیج کې ترسره شوي د لومړي ځل لپاره په کور دننه تولید شوي زغره لرونکي امفیبیوس اسالټ وسایط (ZAHA) ، چې کولی شي دواړه په سمندر او ځمکې کې حرکت وکړي وکارول.
حریت ورځپاڼې " تورکیه د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې د کمیټې غړی وټاکل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی اعلان وکړ چې تورکیه د "یونسکو نړیوال میراث لیست" کې د یوې کمیټې غړیتوب لپاره غوره شو. ایرسوی وویل: "زموږ هیواد د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د طرف دولتونو په ۲۴ مه عمومي غونډه کې د کمیټې د غړي په توګه وټاکل شو.
د خبرتورک ورځپاڼې " په لسو میاشتو کې له ختیځې تورې بحیرې څخه د ۱۳۳.۲ میلیون ډالرو په ارزښت تورکي سالمون صادر شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د روان کال په لسو مياشتو کې له ختيځې تورې بحيرې څخه د تورکي د سالمون کبانو صادرات ۱۳۳ میليونه ۲۲۰ زره ۴۶۷ ډالرو ته رسيدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۴ سلنه زياتوالی ښيي. د روسیې فدراسیون د تورکیې د سالمون صادراتو کې لومړی ځای لري.