د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې " په الجزایر کې د اردوغان مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په الجزاير كې په خپله وينا كې وويل: " د اسرائیلو لخوا پر غزې بریدونه چې په ډله ایزه سزا او جنګي جنایتونو بدل شوي په هیڅډول د منلو وړ ندي." زمونږ لومړی لومړیتوب په غزه کې د تل پاتې اوربند ټینګول او سیمې ته پرته د ځنډه په دوامداره توګه د بشري مرستو رسول دي.
سټار ورځپاڼې " له غزې څخه تورکيې ته د ناروغانو د تخلیې دریم پړاو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ، د روغتیا وزیرفخرالدین کوجا وویل چې دوی د ۵۰ ناروغانو لیست چمتو کړی او په راتلونکو ورځو کې به له غزې څخه وویستل شي او تورکیې ته به انتقال شي.
حریت ورځپاڼې " ښوونکی سلجوق د نړۍ له لسو بریالیو ځوانانو څخه د یو په توګه وټاکل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، استاد ډاکټر سلجوق یوسف ارسلان د ځوانو رهبرانو او متشبثینو د نړیوالې ټولنې (JCI) لخوا د نړۍ د ۱۰ بریاليو ځوانانو نه د یو په توګه وټاکل شو. ارسلان چې د چاپېریال ساتنې او اخلاقي رهبرۍ په برخه کې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی، لومړنی تورکي ښوونکی شو چې دا جایزه یې ترلاسه کړه.
وطن ورځپاڼې " یوه کشف چې د دین تاریخ يي ولړزو " د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې د اماسیا ولایت په اولوز غونډۍ کې د تاریخي کیندنو په ترڅ کې نږدې ۲۶۰۰ کلن زړه قربانګاه یا مذبح چې ټاکل شوې وه د میډ سلطنت دورې پورې اړه ولري، وموندل شو. د کیندنو مشر پروفیسور ډاکټر شوکت دونمز وویل، "د میډ او پارس په دواړو دورو کې د اور د کلتور پورې اړوند د قربانګاه او معبدونو راڅرګندېدل داسې بریښي چې د آسیا کوچني مذهبي تاریخ او لرغونپوهنه ژور ټکان ورکړي."
د خبرتورک ورځپاڼې " د یارګه ډرامې د ایمي جایزه وګټله " د سرلیک لاندې لیکلي دي
د ایمی نړیوالې جایزې چې سږکال د ۵۱م ځل لپاره جوړه شوې ، په نیویارک کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پر مستحقینو وویشل شوې. د تورکیې د یارګه یا"قضاوت" په نوم سریال د ایمی د نړئوالې جایزې لایق وګڼل شو.