د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2066785
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې " اردوغان: اجازه نه ورکوو چې د اسرائیلو د اټومي وسلو ګواښ هېر شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، هغه کسانو چې په عراق کې د اټومي وسلو د پلټون په پلمه دا هیواد  د وینو په جهیل بدل کړ ، د اسرائیلو د وزیر لخوا د کمرو پر وړاندې د اټومي بم د اعتراف په اړه د خولې نه غږ هم اوچت نکړ چې دا ډیره  تاسف خبره ده.  اردوغان وویل، هغه کسان چې نن د اسرائیلو پر ضد خبرې نه کوي سبا به نورو هېوادونو ته د ویلو لپاره څه ونه لري. هغه وويل: "د تورکيې په توګه، موږ به اجازه ورنکړو چې د اسرائيلو د اټومي وسلو مسله هېره کړی شي."

 

صباح ورځپاڼې  " تورکیه د لیبیا په  بنغازي کې جنرال قونسلګري فعالوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان وکړ چې د لیبیا په  بنغازي کې به د تورکیې جنرال قونسلګري فعاله کړي. وزیر فیدان وویل، موږ به د لیبیا په ختیځ، لویدیځ او جنوب کې له ټولو برخو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړو. هغه وویل، «موږ به ډېر ژر په بنغازي کې خپله قونسلګري بېرته فعاله کړو.

 

یني شفق ورځپاڼې  "له غزې څخه د تورکي اتباعو ایستل" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې تر اوسه پورې ۱۷۰ تنه تورکي اتباع او د هغوی خپلوان له غزې څخه تخلیه کړي دي. فیدان وویل چې په غزه کې بند پاتې ۹۸۳ تورکي اتباعو او د هغوی د خپلوانو د تخلیې په خاطر هڅې روانې دي.

 

حریت ورځپاڼې  "فلسطیني ناروغان په انقره کې تداوي کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د سرطان په ناروغۍ اخته فلسطینیان په تورکیه کې تداوي کیږي. تورکیې یو ځل بیا ۶۱ تنه فلسطیني ناروغان او د هغوې ۴۱ تنه پایوازان په  الوتکه کې  د مصر له العریش هوايي ډګر څخه انقرې ته راانتقال کړل. تر اوسه له فلسطین څخه تورکیې ته ۸۸ ناروغان راوړل شوي دي.

 

سټار ورځپاڼې "د استانبول پوهنتون هغه برانډونه رد کړل چې د اسرائیلو ملاتړ یې اعلان کړی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول پوهنتون  ویلي چې دوی هغه شرکتونه، بنسټونه او برانډونه ردوي چې اسرائیلو ته هر ډول ملاتړ چمتو کوي او په غزه خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. د استانبول پوهنتون د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  'ساینس او علم  د هر چا مخکې او لومړی هغه خلک ردوي چې د داسې یو هیواد ملاتړ کوي چې د نسل وژنې په کولو سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.'



اړوند خبرونه