د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

سټار ورځپاڼې "له غزې څخه تخلیه شوي ۴۲ تنه تورکي اتباع تورکیې ته راوستل شول" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ۴۲ تنه تورکي اتباع چې د مصر د بهرنیو چارو وزارت په هڅو د دفاح له سرحدي دروازې له لارې مصر ته راانتقال شوي وو، له قاهرې څخه استانبول ته راانتقال شول.
د ینې شفق ورځپاڼې "د نړۍ خلک له فلسطین ترڅنګ ولاړ دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ټوله نړۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې منسجم شوي په سلګونو زره خلک ، له اروپا څخه تر آسیا په ځانګړې توګه د اسرائیلو په ستر ملاتړي هیواد امریکا کې یو ځل بیا د فلسطین په ملاتړ سړکونو ته راووتل. په ډیری اروپايي هیوادونو کې خلکو د خپلو حکومتونو نه سمدلاسه د اسرائیلو نه د ملاتړ لپاره بندولو غوښتنه وکړه.
صباح ورځپاڼې " ډرون په وسلو سمبال کښتۍ به په مهم ماموریتونو کې فعاله ونډه واخلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي . پداسې حال کې (وسله وال ډرون سمندري وسایط)، په مهمو ماموریتونو کې د رول لوبولو لپاره چمتووالی نیسي ، په وسلو سمبال ډرون کښتۍ یوه ډیره مهمه ازموینه په بریالیتوب سره سرته ورسوله. د ویلو ده چې ډرون کښتۍ به ډیر ژر د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي. دا ډرون کښتۍ د هډو د ساتنې، پلټون ، استخباراتو ، څارنې، ګزمې، د اوبو د پاسه د محاربې او سمندري ماینونو د کشف په څیر په یو زیات شمیر ماموریتونو کې به ډیر مهم او فعاله رول ولوبوي.
د خبرتورک ورځپاڼې "ټلیګراف د تورکیې د ایجین ساحل کې آرامه ښارونه معرفي کړل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د برتانیا مشهورې ورځپاڼې ټیلیګراف د تورکیې په ساحل کې څلور ارام ښارونه معرفي کړل. ټیلګراف د تورکیې د مشهور رخصتي ځایونو لکه بودرم، مارماریس او چشمې ترڅنګ او بدیل د موغلا ولایت د کوی جایز ولسوالۍ او د ازمیر ولایت اورلا ولسوالۍ اړوند د اق قایا او فوچا ولسوالۍ سفرهیسار سیمې د آرامو سیمو په معرفي کړي دي.
وطن ورځپاڼې "د اروپا سترګې تورکیې ته اوښتي دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د کرونا وبا ناروغۍ د دورې په جریان کې د ګرځندوی په سکتور کې د کاري ځواک له خنډونو وروسته ، اروپایی هیوادونو خپل پام تورکیې ته واړوه. د اروپا یو زیات شمیر ګرځندوی مرکزونه د تورکیې زده کونکو او فارغینو ته په زړه پوري وړاندیزونه او کاري فرصتونه وړاندې کوي.نوموړي غواړي چې د تورکیې د فزیکي او کاري ځواک نه استفاده وکړي.