د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719029049)
صباح ورځپاڼې " د بهرنیو وزیر هاکان فیدان لخوا لویدیځو هیوادونو باندې سختې نیوکې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په خپله وینا کې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه یو ځل بیا توند غبرګون وښود. "دا د شرم ځای دی چې په غزه کې غیرقانوني محاصره او غیر انساني بریدونه لا هم دوام لري." وزير فيدان وويل: "د وحشت په وړاندې د لوېديځو هېوادونو بشپړه چوپتيا تر دې هم بده ده. زه پر لوېديځ غږ کوم چې په غزه کې د بشريت ضد جنايتونو کې ښکېل نه شي."
د خبرتورک ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان په اړه د اسرائیلي چارواکو څرګندونو ته د چیلیک غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د بهرنیو چارو د وزیر ایلی کوهن د څرګندونو په اړه وویل: «دا په اصل کې د اسرائیلو د خونړۍ ادارې دسیسو او جنایتونو د پټولو هڅه ده. دوې داسې جنایتونه کړي چې یوه ورځ به خامخا حساب ورکوي.»
حریت ورځپاڼې " دفاع وزیر ګولر : ۱۸۶۸ ترهګر وژل شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر ویلي، د روان کال له پیله تر اوسه ۱۸۶۸ ترهګر په کورنیو او سرحدي عملیاتو کې له منځه وړل شوي دي.
وطن ورځپاڼې "وزیر یورال اوغلو: موږ له اذربایجان سره د زینجیزور دهلیز لپاره له نږدې کار کوو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو په اذربایجان کې د تورکي دولتونو د تشکیلاتو د ترانسپورت د د وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې دوی له آذربایجان سره په ګډه کار کوي چې د زنجیزور دهلیز ژر تر ژره بشپړ کړي. ددینه دهلیز نه به د سیمې ټول هېوادونه ترې ګټه پورته کړي.
د سټار ورځپاڼې " ترکش ایرلانیز د امریکا یو بل ښار ته مستقیم الوتنې پیل کړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین (THY) د استانبول له هوایی ډګر څخه د د امریکا د ډیټرویټ میټرو پولیټان وین کاونټي هوایی ډګر ته مستقیم الوتنې پيل کړې چې پدې سره امریکا ته د ترکش ایرلاین د الوتنو ساحه ۱۳ مې نقطې ته لوړه شوه.