د تورکیې د ورځپانو سرټکي

د تورکیې د ورځپانو سرټکي

2065109
د تورکیې د ورځپانو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان: اسرائیل یو ترهګر دولت دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې پرون په ملي شورا کې د خپل ګوند په غونډه کې وکړې. اردوغان په خپلو خبرو كې وويل: "اسرائيل يو ترهګر دولت دى، د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې قتل عام کیږي."

 

حریت ورځپاڼې " له تورکیې څخه غزې ته روغتیايي مرستې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې یوې پوځي الوتکې چې غزې ته روغتیايي مرستې لېږدولې له قیصري څخه الوتنه وکړه او مصر ته ورسېده. په الوتکه کې د متخصصو ډاکټرانو او نرسانو په ګډون ۹ تنه روغتیايي کارکونکو شتون درلود چې  غزې ته روغتیايي مرستې ورسوي. دا طبي ټیم به د مصر د روغتیا وزارت سره په همغږۍ کې د غزې د  ملکي وګړو په درملنه کې کار وکړي.

 

د سټار ورځپاڼې "  د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  ولسمشر تاتار: د ولسمشر اردوغان پیغامونه موږ ته ځواک راکوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د شمالي قبرس د تورکي جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار وویل "د ښاغلي اردوغان پیغامونه چې ملګرو ملتونو ته یې په خپله وینا کې ورکړي دي مونږ ته طاقت او ځواک راکوي. هغه ویلي وو اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  په رسمیت وپیژندل  شي او لګیدلي بندیزونه  پای ته رسول شي. د قبرس په تورکانو  تحمیل شوي انزوا، باید پایته ورسول شي ." تاتار وویل چې د ولسمشر اردوغان څرګندونو زموږ اوسني هدف ته ځواک ورکړی دی."

 

سبا ورځپاڼې " د اق کویو د اټومي انرژۍ د بټۍ  لپاره نیټه ورکړ شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اټومي بټیو د نړۍوالې ټولنې رئیس  ساما بلباو یو لیون، د تورکیې د اق کویو اټومي انرژۍ د بټۍ د پروژې په اړه وویل چې ، ددې بټۍ لومړنی واحد به په راتلونکي کال کې فعال شي." هغه وویل، "دا یو ډیر ښه پرمختګ دی." لیون وویل چې دوی تمه لري ۴ واحدونه به د ۲۰۳۰  کال  څخه دمخه فعال شي.

 

وطن ورځپاڼې " وزیر ایرسوی: زموږ د ګرځندوی عاید په لومړیو نهو میاشتو کې ۴۲ میلیارد ډالرو ته رسیدلی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی پرون په خپله وینا کې وویل: "زموږ د ګرځندوی عاید په لومړیو نهو میاشتو کې ۴۲ میلیارد ډالر ته رسیدلي دي . دا رقم زمونږ د هدف ۵۵ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو سره سم  روان دی."



اړوند خبرونه