د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2064007
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  "د اردوغان لخوا د فلسطین ډیپلوماسۍ" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جمعې په ورځ (نوامبر ۱۷) جرمني ته رسمي سفر وکړي. اردوغان به د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولز سره  هم وګوري، دلته به د خپلو تماسونو پر مهال د فلسطین په وړاندې د اسرائیلو د غیر انساني بریدونو یادونه وکړي او له برلین څخه به خپل پیغام هغه اروپايي هېوادونو ته ورسوي چې د اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې خپل چوپه خوله پاتې دي.

 

حریت ورځپاڼې ″ د اتن او انقرې ترمنځ د دوستۍ مطابقت ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي،

په داسې حال کې چې د تورکیې او یونان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو ګامونه دوام لري، پرون په انقره کې یوه مهمه غونډه وشوه. د تورکیې او یونان د دفاع وزارتونو ترمنځ د باور جوړونې د تدابیرو څلورمه غونډه د تورکیې په  ملي دفاع په وزارت کې جوړه شوه. دا غونډه چې پوځي او ملکي پلاوي پکې ګډون کړی و، له درې کلونو وروسته لومړۍ مخامخ ناسته وه.

 

وطن ورځپاڼې "د اکسنګور په وسلو سمبال ډرون الوتکې د ځايي او ملي انجن سره الوتنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د اکسنګور په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې چې د تورکیې د فضایی صنعت شرکت  لخوا د کورنیو او ملي سرچینو سره جوړه شوي ، د TEI-PD170 کورني انجن سره الوتنه وکړه   ۳۰ زره فوټو ارتفاع ته رسیدلی.

 

صباح ورځپاڼې "تورکیه د ګرځندوی په برخه کې پنځم مقام لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سیاحت په اړه د نړیوال مشورتي خدماتو شرکت ارنسټ او یانګ لخوا خپاره شوي راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کې، تورکیه د فرانسې، اسپانیا، امریکا او ایټالیا څخه وروسته پنځم هیواد شو چې د ډیری سیلانیانو کوربه توب کوي. استانبول د سیلانیانو په شمیر کې د تیرو پنځو کلونو ریکارډ مات کړ.

 

ینی شفق ورځپاڼې "د نړۍ ترټولو لوی هوایی نندارتون کې تورکیې د ټولو توجه جلب کړې وه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، یو زیات شمیر تورکي شرکتونو د هوايي چلند سربیره په یو زیات شمیر برخو کې خپل محصولات د دوبۍ ایر شو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.  دوبۍ هوایی نندارتون ۲۰۲۳، چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شو، د ۹۵ هیوادونو څخه د ۱۴۰۰ څخه زیاتو ګډون کوونکو کوربه توب کوي.



اړوند خبرونه