د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2062879
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

وطن ورځپاڼې  "اردوغان: لویدیځ کمزوری دی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې

ولسمشر رجب طيب اردوغان د غزې په تړانګه كې د اسرائيلو پر وړاندې د اوربند د غوښتنې په اړه د لويديځ د پاتې راتلو په اړه غبرګون وښود. اردوغان وویل، دوی دومره کمزوري دي چې د اوربند غوښتنه هم نشي‌ کولی، یوازې نیوکه هم نشي‌ کولی. هغه وویل، «هغه څوک چې د قرآن کریم  په سوځولو سترګې پټوي، دوی  حتی د فلسطین بیرغ تحمل او زغم هم نلري.

 

یني شفق ورځپاڼې "د غزې په خاطر د تورکیې او ایران ګډ پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان  په اوزبیکستان کې  د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره  د اقتصادي همکاریو د سازمان  د سرمشریزې په څنډه کې لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د رامنځته شوي بشري ناورین او د حل لپاره پر اقداماتو خبرې وشوې. اردوغان وویل چې اسلامي نړۍ باید پر اسرائیلو فشارونه زیات کړي.

 

حریت ورځپاڼط "بلومبرګ: تورکیه د غزې د کړکیچ د حل لپاره کلیدي هیواد دی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌‌ ، په داسې حال کې چې په غزه کې بشري تراژیدي په دوامداره توګه دوام لري، امریکا میشته بلومبرګ نشراتي سازمان لخوا د پام وړ تحلیل راغی. بلومبرګ لیکي چې "تورکیه د غزې د کړکیچ د حل لپاره کلیدي  هیواد دی"، بلومبرګ لیکلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن باید ژر تر ژره ولسمشر اردوغان ته ټیلیفون وکړي.

 

د سټار ورځپاڼې " د تورکیې او یونان ترمنځه مذاکرات پيلیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې او یونان ترمنځ مثبته اجنډا ګړندۍ شوې ده. د تورکیې او یونان پوځي پلاوي د څلورم ځل لپاره غونډه کوي.  د تورکیې او یونان د پلاویو ترمنځ د پوځي باور جوړونې د تدبیرونو څلورمه غونډه به د دوشنبې په ورځ د نوامبر په ۱۳مه په انقره کې جوړه شي.

 

صباح ورځپاڼې  "د مرکزي بانک زیرمې پیاوړې کیږي"  سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د تورکیې د جمهوریت مرکزي بانک د خپلو ټولو زیرمو په اړه معلومات خپاره کړل. زیرمې د ۳۹ اونیو ترټولو لوړې کچې ته رسیدلي، د 1 میلیارد ۸۶۰ میلیون ډالرو په زیاتوالي سره ۱۲۸ میلیارد ۴۲۰ میلیون ډالرو ته رسیدلي‌ دي.



اړوند خبرونه