د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2062512
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "د ولسمشر اردوغان لخوا د قره باغ پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قره باغ د فتحې د دریمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې وویل چې د نوامبر د اتمې د فتحې د ورځې په مناسبت خپل ورور آذربایجان ته مبارکي وایم او ویلي یې دي چې قره باغ د اذربایجان خاوره ده او هیله من یو چې تر پایه به همداسې وي. "

 

د سټار ورځپاڼې  " د تورکیې د ملي شورا لخوا د ټولو هیوادونو پارلمانونو ته د فلسطین په اړه لیک " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ملي شورا د عدلي او قضايي کمیسیون مشر جونیټ یوکسل د ټولو هیوادونو د پارلمانونو د عدلي او قضایي کمیسیونونو رئیسانو ته یو لیک استولی او په فلسطین کې یې د اوربند او دایمي سولې د تامین لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه کړې ده.

 

صباح ورځپاڼې  "د موټرو له سکتور څخه  ۳ عشاریه ۱  میلیارد ډالرو صادرات" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د اکتوبر په میاشت کې  د موټرو د سکتور صادراتو شمیرې اعلان شوې. د ۳ عشاریه ۱  میلیارد ډالرو صادراتو سره، د اکتوبر تر ټولو لوړ صادرات ترلاسه شوي.

 

وطن ورځپاڼې  "ګوکبی چورلکه یوې بلې مهمې مرحلې نه تیره شوه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ،

د ګوکبې هلیکوپتر چې د تورکي انجینرانو لخوا طرحه او ډیزاین شوی، په بریالیتوب سره دوه نورې ازموینې بشپړې کړې.  د ویلو ده چې د ګوکبې چورلکه د ۲۰ زره فوټه ارتفاع ته د رسیدو او په ۲۰ زره فوټه کې الوتنې په ترسره کولو سره یو ستر امتحان سرته ورسو. د ویلو ده چې چورلکه په دوو ماشینونو الوتنه وکړه او په هوا کې بیا یو ماشین بند او په یو ماشین يي الوتنه وکړه او ټولې ازموینې په بریالیتوب سره سرته رسولې.  

د ینې شفق ورځپاڼې  "له انګلستان څخه د ۳ عشاریه ۷  میلیون سیلانیان تمه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د سیاحتي‌ نماینده ګیو د ټولنې مشر فیروز باغلي‌ کایا  وویل چې انګلستان د تورکیې لپاره خورا مهم سیاحتي بازار دی او وویل: "د تورکیې په توګه موږ د کال تر پایه له انګلستان څخه د ۳ عشاریه ۷  میلیون سیلانیانو تمه کوي."



اړوند خبرونه