د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2061946
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

حریت ورځپاڼې " کورتولموش: د تورکیې په توګه، زموږ هڅه دا ده چې د ظالم مخه ونیسو او د مظلوم ترڅنګ ودریږو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو قتل عام ته په اشارې سره وویل: د تورکیې په توګه زمونږ هڅه دا ده چې د ظالم مخه ونیسو او د مظلوم ته لاس ورکړو او ترڅنګ يي ودریږو. په عین حال کې د نړۍ د ظلمونو چې دریمې نړۍوالې جګړې پر لورې روانه ده مخه ونیسو.

 

وطن ورځپاڼې " د تورکیې او کویټ ترمنځ سوداګریزې همکارۍ مخ په زیاتیدو دي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات وویل چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې کویټ ته د تورکیې صادرات ۵۷۵ میلیونه ډالره او د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه ۶۸۰ میلیونه ډالره رسیدلي‌ دي. بولات چې پرون کویت ته په رسمي سفر تللی، وویل، "موږ به د متقابلو لیدونو کتنو، نندارتونونو، عمومي‌ تجارت او ډول ډول پروګرامونو سره دې رقم ته وده ورکړو.

 

صباح ورځپاڼې "  تورکیې لومړنۍ فضايي بیړۍ ته د رسیدو نیټه ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، تورکیې چې د ملي‌ فضايي پروګرام په چوکاټ کې د سپوږمکۍ څیړنیز پروګرام پیل کړی ، پدې رڼا کې د فضايي بیړۍ په جوړولو پیل کړی دی چې  او په پام کې ده چې دا بیړۍ تر ۲۰۲۶ کاله پورې فعالیت کولو ته چمتو شي تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې دا بیړۍ فضا ته وتوغوي.

 

د سټار ورځپاڼې " تورکیه د نړۍ د ګوتو په شمیر د هیوادونو څخه دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د ګازو نړۍوالې ټولنې د ۲۰۲۳ کال د اوبلنو ګازو د راپور له مخې ، تورکیه د ګازو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د مهم رول لرونکو هیوادونو څخه دی. همداشان تورکیه د اوبلنو ګازو د ذخیرو او له سره د ګاز جوړولو د پرمختللو ماشین آلاتو سره د نړۍ یو له مخکښو هیوادونو څخه دی.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " په دوو میاشتو کې د ۳۵۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د فندقو صادرات شوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، تورکیې د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ۳۵۸ میلیونو ډالرو څخه زیات عایدات ترلاسه کړل. په ياده موده کې ۵۴ زره ۲۵۱ ټنه فندق بهر ته صادر شوي‌  او  ۳۵۸ ميليونه ۳۸۳ زره ۲۲۸ ډالرو پلورل شوي دي.



اړوند خبرونه