د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2059965
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې " د تورکیې د ملي شورا د رئیس کورتولموش لخوا د غزې پیغام"

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ملي شورا مشر نعمان کورتولموش پرون د بوسنیا هرزګوینا په پلازمینه سراجیوو کې په خپله وینا کې په غزه کې د بشریت په خلاف روانو ظالمانه جنایتونو ته په اشارې سره وویل ، هغه کسان چې د غزې د نن ورځې د قتل عام عاملین دي باید حساب ورکړي‌ او  سزا وویني. دوې باید خامخا نړیوالې جنايي محکمې ته راکاږل شي.  دوی باید د هغه څه قیمت پرې کړی چې دوی یې کړي دي." هغه وویل، "دواړه هغه څوک چې چوپ پاتې کیږي او هغه څوک چې دې قتل عام ته سترګې پټوي، د هغوې نه هم باید حساب وپوښتل شي."

 

وطن ورځپاڼې " فیدان د غزې په اړه د  اروپايي پر خلاف سخت غبرګون وښود " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، د اروپايي ټولنې په ځینو هېوادونو کې له فلسطینیانو سره د پیوستون د مظاهرو مخنیوی دوه ګونی معیار دی.

هاکان فیدان په جرمني کې د اروپايي ټولنې د پراختیا او اصلاحاتو تر عنوان لاندې د غونډې په پای کې وویل چې  د نړۍ لوبغاړي باید له دوه ګوني معیارونو ډډه وکړي.

فیدان همداراز د اروپايي ټولنې په ځینو هېوادونو کې د فلسطین په ملاتړ د مظاهرو پر بندیز هم نیوکه وکړه او ویې ویل: هغه کسان چې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې زموږ پر سپېڅلي کتاب قرآن کریم باندې د بریدونو اجازه ورکوي، د هغو کسانو مخه نیسي چې په فلسطین کې د ملکي وګړو وحشیانه وژنې غندي  او غواړي مظاهرې وکړي ، دا د منلو وړ نه ده." دا دوه ګونی معیار دی.دا عدالت ندی ."

 

د سټار ورځپاڼې " وزیر کوجا: تورکیه په غزه کې د تداوۍ لاندې ټپیان تورکیې ته د انتقال په برخه کې هر ډول چمتوالی نیول شوی دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،                                   

د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل  د اسرائیلو لخوا په غزه کې د تورک فلسطین په روغتون د برید نه وروسته روغتون چې د سرطانی‌ ناروغیو یواځنی روغتون دی خپل فعالیت درولی دی. د همدې امله تورکیه ددې روغتون نه فلسطیني‌ ټپیان تورکیې ته د انتقال لپاره پوره چمتوالی لري.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " په یوه اونۍ کې ۸۷ ترهګر له منځه وړل شوي

 

د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو سلاکار ذکي  اق ترک د دغه وزارت په اونیزه خبري غونډه کې وویل: په تېره اوونۍ کې د عراق او سوریې د شمال په ګډون ۸۷ ترهګر له منځه وړل شوي دي. په روان کال کې د بې پرې شویو ترهګرو شمېر ۱۸۰۲ ته لوړ شوی دی..

 

حریت ورځپاڼې " د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ترکیې ته راځي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تورکیې ته راځي. د ډيپلوماټيکو سرچينو د معلوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير به د نوامبر په پنځمه ترکيې ته سفر وکړي.

 

 

 

 

 

 

 



اړوند خبرونه