د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2058831
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "اسرائیل بشري‌ جنایت ترسره کوي"  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون  د کابینې تر غونډې وروسته په خپله وینا کې وویل: «زموږ د غزې وروڼه د اکتوبر له اوومې راهیسې له وحشت سره مخامخ دي، اسرائیل چې د امریکا او اروپا له پوره ملاتړ څخه برخمن دی، د بشریت ضد جنایت ترسره کوي.» د تورکیې-فلسطین دوستۍ روغتون چې زموږ د غزې وروڼو ته زموږ ډالۍ ده، " د اسرائیلي ځواکونو لخوا په نښه شو. دا روغتون د اسرائیلو د وحشت وروستی قرباني‌ دی.".

 

د حریت ورځپاڼې " اردوغان: د هیپاتیت A واکسین به ددینه وروسته  زموږ په هیواد کې تولید شي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان  په پلازمینه انقره کې  د کی واکس  د واکسین د فابریکې  د پرانیستو په مراسمو کې  په خپله وینا کې وویل « د هیپاتیتواکسین  چې  ډیری په بهر کې تولید او زموږ هیواد ته واردیده ددینه وروسته به  زمونږ په هیواد کې  د نړۍ په معیارونو سره  برابر  تولید شي  او پدې توګه به  تورکیه  د نړۍ  په کچه  نړۍ  په کچه  څلورم هیواد شي.

 

صباح ورځپاڼې "په ۲۸ ولایتونو کې د اتلانو لخوا  عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

ځواکونو د عمومي‌ قومندانۍ د ځانګړو ځواکونو لخوا په ۲۸ ولایتونو کې د ترهګرو پء خلاف عملیات ترسره شول. د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا وویل، "د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ مبارزه به په کلک هوډ سره دوام وکړي تر څو چې وروستی ترهګر له منځه لاړ نه شي."

سټار ورځپاڼې  "د تورکیې زغره وال موټر به په دوست هیواد کې تولید شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،

د تورکیې د دفاعي‌ صنایع مهم محصول اژدر یالچن ۴ بای ۴  تاکتیکي موټر، ه په هنګري کې د 'ګیدران' په نوم تولید شي.

د خبر تورک ورځپاڼې  " ایا صوفیا به ددینه وروسته د بهرنیو سیلانیانو لپاره په پيسو شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل چې د یونیسکو په سپارښتنې سره به د لیدونکو مدیریت پلان د ۲۰۲۴ کال د جنوري‌ تر ۱۵ مې نیټې پورې پلي شي. همداشان هغه وویل چې ددینه نیټه نه وروسته به د بهرنیو سیلانیانو لپاره د ایا  صوفیا ننوتل فیس ته تابع شي.



اړوند خبرونه