د تورکیې د ورځپانو سرټکي
د تورکیې د ورځپانو سرټکي
![د تورکیې د ورځپانو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719103107)
د حریت ورځپاڼې "اروپايي ټولنې پر خلاف د اردوغان سخت غبرګون: د اوربند لپاره څومره نور ماشومان باید مړه شي؟" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې اروپايي ټولنې ته په خطاب کې وویل: " څومره نور ماشومان باید ووژل شي چې تاسې د اوربند غوښتنه وکړۍ، څو ټنه نور بمونه پر غزې باید وغورځول شي چې تاسې د اوربند غوښتنه وکړۍ.
د سټار ورځپاڼې " له تورکیې د روغتیا پر نړۍوال سازمان د غزې غږ ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ټیډروس اډانوم غیبریوس ته په خپل لیک کې وویل: "د روغتیا نړیوال سازمان د خپل مشرتابه مسؤلیت سره او د بیړنیو اړینو تدابیرو په ترسره کولو سره باید د روغتیایی خدماتو خوندیتوب تضمین کړي. تورکیه په غزه کې روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته پوره چمتووالی لري.
د خبرتورک ورځپاڼې لیکلي دي د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی غواړي ترکمنستان هم د تورک تباره هیوادونو د سازمان د بشپړ غړي په توګه وګوري.
اردوغان د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره چې تورکیې ته په رسمي سفر راغلی دی، د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل.
د دواړو هیوادونو د هئیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته ، د تورکیې او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.
د لاسلیک له مراسمو وروسته اردوغان او بردي محمدوف په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
صباح ورځپاڼې "وزیر کاجر اعلان وکړ چې 'موږ په نړۍ کې لومړی یو'" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر، محمد فتح کاجر اعلان وکړ چې تورکیه د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې په نړۍ کې په لومړي سر کې ځای لري.
د ینې شفق ورځپاڼې "د ملي جنګي الوتکې ( کان ) د لومړنۍ الوتکې لپاره معکوس شمیره پيل شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي جنګي الوتکې کان سږ کال له خپلې لومړۍ الوتنې مخکې یو مهم پړاو په بریالیتوب سره بشپړ کړ. کان د بشپړ اوږدوالي جامد ازموینې کې د پلي شوي بارونو پروړاندې خپل پایښت وښود. د تورکیې ملي جنګي الوتکه به سږ کال د ډسمبر په پیل کې د ګړندي ټکسي ازموینې پیل کړي، خپل لومړي الوتنې ته به وکړي.