د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1719050955)
وطن ورځپاڼې "اردوغان: نړیواله ټولنه په امتحان کې پاتې راغلې ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکټوبر د ۲۴مې د ملګرو ملتونو د ورځې او د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو د ۷۸مې کلیزې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ویلي دي: له بده مرغه نړیواله ټولنه د اسرائیلي ادارې لخوا د ملکي وګړو پر وړاندې ٔد بریدونو او نړۍوالو قوانینو نه د سرغړونو په برخه کې په امتحان کې ناکامه شوې ده ..
حریت "اردوغان: د لویدیځ چوپتیا د غزې کړکیچ لا پسې پراخوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د فلسطیني ځمکو په وړاندې وحشت په تدریجي ډول پراخیږي او د هرې دقیقې په تیریدو سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله په زیاتیدو ده. اردوغان وویل چې د لویدیځو هیوادونو چوپتیا په غزه کې بشري ناورین د نه جبرانېدونکي کچې ته رسولی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې "هدفونه په بشپړ دقت سره په نښه شول" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت ، د تورکیې او اذربایجان د وسله والو ځواکونو د "مصطفی کمال اتاترک ۲۰۲۳" په نامه ګډ تطبیقات ترسره کړل. دې تطبیقاتو په ترڅ کې د دښمن سمبولیک هدفونه په ډیر دقت سره له منځه یوړل شول. پدې تطبیقاتو کې د تورکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو او ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکو هم ګډون کړی وو.
صباح ورځپاڼې "بولات: موږ د خپلو صادراتو ۴۵ سلنه شتمنو هېوادونو ته صادروو"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات وویل، "موږ په څه باندې ۲۰۰ هېوادونو کې ۱۱۵۰۰ توکي پلورو. په تېرو ۲۰ کلونو کې زموږ صادرات ۷ برابره زیات شوي دي. په دې توګه زموږ د صادراتو ۴۵ سلنه پرمختللو او بډایه هېوادونو ته ده."
سټار ورځپاڼې "د تورکیې کلتوري میراث به د سور لیست سره خوندي شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د موزیمونو نړۍوالې شورا چې د تاریخي او کولتوري اهمیت نه برښمند اثارو د خوندیتوب او قاچاق د مخنیوي په موخه د سور لست په نامه یو لري، پدې لست کې د تورکیې د اثارو د اضافه کولو په خاطر په انتالیا ولایت کې تړون لاسلیک کړ. ددې سره به د تورکیې تاریخي او کولتوري اثار د سور لست سره خوندي او محافظت شي.