د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718551513)
ینې شفق ورځپاڼې "د الجزیرې څخه د پام وړ د تورکي تحلیل" د سرلیک لاندې لیکلي دي، قطر میشتې الجزیرې تلویزیون د تورکیې په اړه د پام وړ تحلیل خپور کړی. تحلیل کې ویل شوي دي "تورکیه یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې له حماس او اسرائیلو سره اړیکې لري، غواړي د دایمي سولې لپاره خبرې اترې وکړي." او زیاته یې کړه چې تورکیه د نړۍ ترټولو نا حل شوي شخړې د حل او یوه دایمي سولې لپاره یو احتمالي منځګړی دی. "
سټار ورځپاڼې "د غزې لپاره د تورکیې د مرستې پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا ، له غزې څخه مصر ته د مرستو رسولو د الوتکو په اړه یې څرګندونې وکړې، وویل: "موږ د خپل ملت په استازیتوب د دې مسؤلیت په ترسره کولو خوښ یو، زموږ بشري مسؤلیت دلته پای ته نه رسیږي، دا دوام لري."
صباح ورځپاڼې "فیدان: په قفقاز کې د حل لاره د سولې معاهده ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان چې د ایران په پلازمینه تهران کې یې د جنوبی قفقاز د سیمه ایزو ملګرتیاو د پلاتفورم په غونډه کښې ګډون کړی وو، ټینګار وکړ چې تورکیه په قفقاز کې د دایمی سولې د تامینولو لپاره د خبرو اترو له لارې د سیمه ایزو مشکلاتو د حلولو پلوی ده. فیدان وویل، د سیمه ییزې سولې او ثبات لاره د سولې د هراړخیز تړون له لارې ممکن ده چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ به لاسلیک شي.
د خبر تورک ورځپاڼې " په ناټو کې د سویډن د غړیتوب اړوند پروتوکول د تورکیې ملي شورا ته لیږل شوی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سویډن د ناټو د غړیتوب پروتوکول د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا لاسلیک شو او د تورکیې ملي شورا ته واستول شو.
د حریت ورځپاڼې "په ګابار کې د تیلو د استخراج او تولید ورځنی مقدار" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د توركيې د نفتي موادو د دولتي شرکت د راپور له مخې د شرناق ولایت د ګابار په غره کې د تیلو ورځنی استخبراج ورځنی او تولید کچه ۲۵ زره بیلرو ته لوړه شوې ده.