د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2054546
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې ″ د ولسمشر الوتکه چې غزې ته درمل او طبي توکي لېږدول مصر ته ورسېده ″ د سرلیک لاندې لیکلي  دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ الوتکه چې د ۲۰ ډاکټرانو په ګډون له تورکیې څخه غزې ته درمل او طبي توکي لېږدول مصر ته ورسېده.

 

صباح ورځپاڼې ″ د تورکیې د اقتصاد په اړه د وزیر بولات وینا ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات پرون په خپله وینا کې وویل چې دوی په پام کې لري چې تورکیه په ۲۰۵۳ کال کې د نړۍ د ۱۰ غوره اقتصادونو په مینځ کې او د پیرود ځواک مساواتو له مخې د نړۍ د ۵ غوره اقتصادونو په مینځ کې وي.

 

د سټار ورځپاڼې ″ هغوې قزل ایلما او اټاک  اشاره وکړه ″ د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د نایجیریا رسنیو د تورکیې قزل ایلما بې پیلوټه جنګي  الوتکو او اټاک تعرضي جنګي چورلکې ته په اشارې سره ویلي دي ، تورکیه د وسلو د پیر پلور لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.

تمه کیږي چې د نایجیریا حکومت پدې برخه کې یوې ښې نتیجې ته ورسیږي.

 

یني شفق ″ د تورکیې د ماشین الاتو صادرات په ۹ میاشتو کې ۲۱ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي دي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ماشین آلاتو صادرات د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په ۹ میاشتو کې ۱۰،۱ سلنه زیات شوي چې ۲۱ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي. ډیری صادرات آلمان، روسیې او امریکا ته شوي.

 

د حریت ورځپاڼې ″ دینیز اونجو په استرالیا کې په سر کې په لومړي  مقام کې ځای نیولی ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد ناټو د ريډ بال لوبغاړي دینیز اونجو د ۲۰۲۳ کال د موټو ۳ نړۍوالې اتلولۍ په ۱۶ مه برخه استرالیا کې په لومړي مقام کې ځای ونیو.

 



اړوند خبرونه