د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2052954
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

صباح  ورځپاڼې " اردوغان  د اسرائیلو د نسل وژنې سیاستونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اسرائیلو د الاهلي المعمداني‌  په روغتون په وحشیانه برید سره په غزه کې قتل عام بل اړخ ته ورساوه. اردوغان وویل، د تورکیې په توګه به لومړی د بشردوستانه اوربند او بیا د دایمي ثبات د رامنځته کولو لپاره هلو ځلو  ته دوام ورکړو.

سټار ورځپاڼې  "تورکیې د فلسطین لپاره ملي ماتم اعلان کړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې په تورکیه کې د فلسطین د زرګونو شهیدانو د درناوي په خاطر چې زیاتره يي ماشومان او بې ګناه ملکي وګړي دي ۳ ورځنی ملي ماتم اعلان شوی دی. د ملي ماتم له اعلان وروسته په ټوله تورکیه کې بیرغونه نیم ځوړند شول.

ینی شفق ورځپاڼې " وزیر فیدان: اسلامي‌  هېوادونه باید هر څه ژر اقدام وکړی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل چې د فلسطین مسئلې ته د عادلانه او دایمي حل لارې موندلو لپاره د اسلامي هېوادونو له خوا د نویو لارو چارو او کوټلو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.

د خبرتورک ورځپاڼې "عمر چلیک: په عصري تاریخ کې ترټولو لوی قتل عام" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې  د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک په غزه کې پر روغتون د اسرائیلو د برید په اړه وویل: "دا د بشر په تاریخ کې ترټولو لوی قتل عام دی." هغه وویل، «دا په عصري تاریخ کې تر ټولو لوی او تر ټولو پلان شوی قتل عام دی.

حریت ورځپاڼې  "د امنې اردوغان لخوا پر نړۍوالې ټولنې د غزې غږ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنې  اردوغان د غزې په تړانګه د اسرائیلو په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وویل: "زه له  د هغه انسانیت او بشریت څخه چې دا ظلم ننداره کوي غوښتنه کوم چې دا ظلم ودروي. پتنګ د غزې په اسمان کې باید پتنګان ولوزي، نه بمونه! د ماشومانو غږ باید پورته شي، نه د درد چیغې. "اسمان باید په ورېځو پوښل شي، نه لوګی،"



اړوند خبرونه