د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2051187
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

صباح ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزیر فیدان له خپل امریکایي سیال بلنکن سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي‌  ،  د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د هغه په ​​غوښتنه ټیلیفوني خبرې وکړې. د ملاقات په مهال د اسرائيلو او حماس ترمېنځه د شخړې او په غزه کې د بشري وضعېت په اړه خبرې وشوې.

 

حریت ورځپاڼې  " تورکیې په ختیځ مدیترانه کې تطبیقات پيل کړي‌" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې سمندري ځواکونو په ختیځه مدیترانه کې د انداخت د روزنیزو فعالیتونو په خاطر سمندري‌ خبرداری خپور کړ. د ویلو ده چې دا تطبیقات به د اکتوبر د ۱۶ او شلو نیټو ترمنځه ترسره شي.

 

سټار ورځپاڼې "سعودي عربستان غواړي د تورکیې د پراختیایي لارې په پروژه کې برخه واخلي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو وویل چې تورکیې، عراق، متحده عربي اماراتو او قطر د پراختیایي سړک د پروژې په اړه موافقه وکړه چې د فارس خلیج څخه به اروپا ته محصولات لیږدوي. وزیر یورال اوغلو وویل  چې سعودي عربستان پیغام لیږلی چې تاسې پروژه پيل کړۍ مونږ هم پکې ګډون کوو.

 

یني شفق ورځپاڼې  "په اذربایجان کې تاریخي شیبه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف داغدره  ښار او سیرسینګ بند جهيل څخه لیدنه وکړه چې د اذربایجان د پوځ  تر کنټرول لاندې راغلي‌ دي. علی یف دلته د اذربایجان بیرغ پورته کړ. په قره باغ کې د اذربایجان د ترورېزم ضد عملیاتو په پایله کې په ۲۴ ساعتونو کې له بریا وروسته سیمه د ارمنستان له وسله والو پاکه شوه.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "د فوټبال ملي ټیم په یورو ۲۰۲۴ کې د ګډون حق ترلاسه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د فوټبال ملي لوبډلې چې د ۲۰۲۴ کال د اروپا د فوټبال اتلولیو (EURO 2024) د غوراوي‌ سیالیو د ډي  ګروپ په اوومه لوبه کې یې لیتونیا ته ۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه. تورکیې ملي‌ لوبډلې  په جرمني کې ترسره کېدونکو د ایرو لیګ په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.



اړوند خبرونه