د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2048780
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې ” تورکیه منځګړیتوب ته چمتو ده “ د سرلیک لاندې لیکلي  دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو او حماس ترمنځ د روانې  شخړې او جګړې په اړه وویل " عادلانه سوله هیڅ زیان نلري. اردوغان وویل چې تورکیه د بندیانو د تبادلې په ګډون هر ډول منځګړیتوب ته چمتو ده که چیرې دواړه خواوې وغواړي.

 

سټار ورځپاڼې "اردوغان د سولې لپاره هلې ځلې کوي " د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د تورکیې د ولسمشر اردوغان نوښتونه او څرګندونې چې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د کړکیچ د کمولو لپاره یې اقدام کړی، په نړیوالو مطبوعاتو کې پراخ انعکاس موندلی دی. د نړۍ مطبوعاتو ویلي چې اردوغان د کړکیچ د کمولو لپاره ګام پورته کړی او ددې خبرې په ټینګار ویلي  دي چې د فلسطین خپلواکه دولت باید هر څه ژر تاسیس شي. د یو خپلواکه فلسطین دولت پرته په سیمه کې سوله او ټیکاو ناشونی دی.

 

صباح ورځپاڼې "د اردوغان لخوا پرله پسې ټیلیفوني  خبرې"  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان د اسرائیلو او فلسطین د کړکیچ د پای ته رسولو په خاطر یو لړ ټیلیفوني ډیپلوماسۍ ترسره کړې. اردوغان چې د اسرائیلو له ولسمشر هرزوګ او د فلسطین له ولسمشر عباس سره یې په جلا جلا توګه ټیلیفوني خبرې وکړې، د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د ژر تر ژره د ټینګښت  غوښتنه وکړه. اردوغان همداراز د مصر له ولسمشر سيسي، د لبنان له لومړي وزير ميقاتي، د ماليزيا له لومړي وزير ابراهيم او د قطر له امير ال ثاني سره د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د پرمختګونو په اړه ټليفوني خبرې وکړې.

 

د خبر تورک ورځپانې : تورکیه له ترهګرۍ سره مبارزې ته هوډمنه ده د سرلیک لاندې لیکلي  دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې دوی به هیڅکله اجازه ورنکړي چې په پولو کې د ترهګرو دهلیز جوړ شي. اردوغان زیاته کړه چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې راهیسې د عراق او سوریې په شمال کې د عملیاتو په پایله کې ۱۹۴ هدفونه له منځه وړل شوي او ۱۶۲ ترهګر وژل شوي دي.

 

ینی شفق ورځپاڼې "له افغانستان سره د تورکیې مرسته" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

تورکيې په افغانستان کې له سختې زلزلې وروسته چې له امله يې تر دوو زرو زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ دغه هیواد ته بیړنۍ مرستې ولیږلې. د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د اړتیا وړ بشري مرستې او تجهیزات د پوځي کارګو الوتکې په وسیله ولېږدول شول.



اړوند خبرونه