د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2048294
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

حریت ورځپاڼ  "اردوغان: د فلسطین خپلواکه دولت باید هر څه ژر تاسیس شي"

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د فلسطين او اسرائيلو د شخړې په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ كې وويل: د فلسطين مسله نن ورځ زمونږ د سيمې د ستونزو اصلي لامل دى، تر څو چې دا مسله حل نه شي، سيمه کې  سوله ناشوني‌ ده. دوه دولته حل لاره تر ټولو غوره حل لاره ده.   یو فلسطینی دولت، چې بیت المقدس یې پلازمینه وي، د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ یوه نه ځنډیدونکې اړتیا ده.»

د ینې شفق ورځپاڼې  "د سوریې په شمال کې نوي هوایي عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د ترهګرو ډلو PKK/YPG پر وړاندې په نویو هوايي عملیاتو کې ۶ نور هدفونه له منځه وړل شوي دي. په اعلامیه کې راغلي: "د تیلو هغه تاسیسات چې د ترهګرو لخوا کارول کیږي او هغه پټنځایونه او څمڅې چې ترهګر پکې پټیږي له منځه وړل شوي دي."

 

د سټار ورځپاڼې  " ټي بي ۲ ډرون الوتکې او د البارتوس ډرون تعرضي‌ کښتۍ په نړۍ کې ډیر مهم ګام اوچت کړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د البارتوس د کامیکاز بې پیلوټه سمندري وسایطو (IDA) یوه ډله چې د کورنیو او ملي سرچینو سره تولید شوې، په بشپړ دقت سره په سمندر کې  هدف کښتۍ وویشتله او د ازموینې د سناریو د یوې برخې په توګه یې ډوبه کړه.  د تي‌ بي‌ ۲ بې پیلوټه الوتکې  هم پدې  ازموینه کې برخه اخیستې وه. په دې توګه، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره ډرون الوتکې او ډرون تعرضي‌ کښتۍ په ګډو عملیاتو کې ګډون وکړ.

 

صباح ورځپاڼې  "د تورکیې لپاره بله نړیواله جایزه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د ټرانسپورټ او زیربناوو وزیر، عبدالقادر اورال اوغلو وویل چې د زیګانا تونل او ایګیسټ هادیمي ویاډکټ د سړک د نړیوال فدراسیون (IRF) څخه لومړی جایزه ترلاسه کړه، او وویل چې دا جایزې د انجینرۍ په برخه کې د تورکیې پرمختګ څرګندوي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "د موغلا ښکلاګانې به د ولسمشرۍ د بایسکل  ځغولنې د سیالۍ سره نړۍ ته معرفي‌ شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د نړۍ مشهور بایسکل ځغلونکي به په موغلا کې د  ولسمشریزې ۵۸ م  بایسکل ځغلونې (تورکیې د سفر) مرحلو په جریان کې د سیاحت په مرکزونو کې سیالي‌ وکړي. د موغلا د تاریخي او کلتوري ښکلا سربیره، د هغې ژور نیلي خلیج به په ۱۹۰ هیوادونو کې په ۱۹ ژبو میلیونونو خلکو ته ورسیږي.



اړوند خبرونه