د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2047049
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرتورک ورځپاڼې " د عراق دفاع وزیر انقرې ته راغلی دی " د  سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاسر ګولر د عراق د دفاع له وزیر ثابت محمد العباسي سره وکتل. په انقره کې د دواړو وزیرانو د کتنې په ترڅ کې د سیمه ییزو، پوځي او دفاعي صنعت په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې.

 

د سټار ورځپاڼې  " تورکیه ترهګرو ته ساه اخیستو فرصت نه ورکوي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، په سوریه کې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) لخوا په ترسره شویو عملیاتو کې، د PKK/YPG تروریستي سازمان پورې اړوند د وسلو او مهماتو ډیپوګان او د تجمع مرکزونه او پټنځایونه  په نښه شوي. ددې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو اړوند د تیلو څاګانې او ذخیرې هم ویشتل شوي‌ دي. ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

 

حریت ورځپاڼې " دوستو او متحدینو ته د ملي دفاع وزارت خبرداری " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د تورکیې د ملي دفاع وزارت سرچینو ویلي، "PKK/YPG ورته ترهګریز سازمانونه دي، موږ تل وایو چې دوی زموږ مشروع هدف دي، پرته له دې چې فعالیت وکړي." سرچینې دوستو او متحدینو ته خبرداری ورکړی  چې دوی باید ترهګرو ته نږدې نه شي، 'دا یو یادونه ده. "دا د دوی خپل انتخاب دی چې اړین احتیاطي تدابیر نیسي‌ او که نه. مسئولیت د هغوې پر غاړه دی."

 

یني شفق ورځپاڼې  "تورکیه د لوبې اصول بدلوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین، کویت او عمان په ګډون د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) هېوادونه له تورکیې سره خپلې پوځي اړیکې پیاوړې کوي. په انګلستان کې میشته د منځني ختیځ سترګې ویب پاڼې په ګوته کړه چې تورکیې د خلیج همکارۍ شورا یو زیات شمیر هیوادونو سره خپل دفاعي‌ همکاریو ته نوی شکل ورکړی دی. تورکیې د سیمه ایز ځواک په توګه خپل دریځ پیاوړی کړی دی.

صباح ورځپاڼې  "د شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت  ولسمشر تاتار: د فدراسیون کتاب په بشپړ ډول تړل شوی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د شمالي قبرس تورکي جمهوریت  ولسمشر ایرسین تاتار وویل چې په قبرس کې د فدرالي دولت حل هیڅکله پایله نه ده ورکړې. هغه د دې په ټینګار سره چې یوناني لوري د مساواتو پر بنسټ د یوې موافقې د مخنیوي لپاره مختلف چلونه ترسره کوي. تاتار وویل چې د شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت  په توګه، دوی اوس د حاکمیت مساوات پر بنسټ پالیسي تعقیبوي.



اړوند خبرونه