د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2046759
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "هاکان فیدان : پي کاکا یو مشروع هدف دی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې دوه ترهګر چې په انقره کې یې ترهګریز برید ترسره کړی د سوریې څخه راغلي وو او ویلي یې دي چې د PKK/YPG ټول تاسیسات په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې زمونږ لپاره  مشروع هدفونه دي. فیدان وویل، 'زه وړاندیز کوم چې دریم ګړي‌ باید  د PKK/YPG تاسیساتو او اشخاصو څخه لرې والی غوره کړي'

 

حریت ورځپاڼې " علی یف: له تورکیې پرته غونډه نشته " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف پرېکړه کړې چې په اسپانیا کې د ارمنستان، اروپايي ټولنې، فرانسې او جرمني په ګډون په دې غونډه کې به  ګډون ونه کړي ځکه چې د تورکیې د ګډون شرط نه دی منل شوی.

 

وطن ورځپاڼې  "د تورکیې ډرون الوتکو  د نړۍ په اجنډا کې یو ځل بیا ځای نیولی"د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې  په وسلو سمبال او بې وسلې بې پیلوټه الوتکې چې د نړۍ ډیری هیوادونو ته صادریږي او کولی شي په جنګ او سوله کې برخه واخلي دا وخت د امریکایی رسنیو په اجنډا کې ځای نیولی دی. بلومبرګ مجلې د تورکیې د  ډرون الوتکو اغیزو په اړه راپور خپور کړی دی. نیوزویک مجلې د اقنجي ستاینه وکړه. العربیه هم د اذربایجان بریا په ډاګه کړه، چې تورکي  ډرون الوتکو سره ممکن شوې ده .

 

سټار ورځپاڼې  "د تورکیې صادراتو په سپټمبر کې ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې صادرات د سپتمبر په میاشت کې ۲۲ میلیارده ۶۷۰ میلیونه ډالره وو چې په کلني ډول ۰،۳ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې توګه د تورکیې د صادراتو تر ټولو لوړ سپتمبر ته ورسېد.

 

صباح ورځپاڼې " تورکیې ته د میلیاردونو ډالرو پانګونې وړاندیز "  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د نوي اقتصادي مدیریت لخوا پورته شوي ګامونو د تورکيې په اړه د بهرنیانو نظر په مثبت ډول بدل کړ. د مرکزي بانک مشر حافظې ګای ایرکان وویل، 'د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وړاندیز لیک، چې کولی شي مستقیم زموږ زیرمو ته لاسرسی ومومي، زما په میز کې دی.'



اړوند خبرونه