د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې "اردوغان: موږ به د خپلو پانګو بازارونو پراخولو ته لومړیتوب ورکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د پانګو بازارونو اوومې غونډې ته په خپل پیغام کې ویلي دي چې د یو داسې هیواد په توګه چې په تیرو ۲۱ کلونو کې یې ۲۵۵ میلیارده ډالره نړیواله پانګه جذب کړې ده، مونږ به د خپلو همکاریو د لا ژورولو لپاره ځانګړې اهمیت او لومړیتوب ورکړو.
صباح ورځپاڼې "د اروپايي ټولنې څخه د تورکیې بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
اروپايي ټولنې له تورکیې سره د همکارۍ او متقابلو ګټو د ساتلو په برخه کې خپله ژمنه تایید کړه.
د ینې شفق ورځپاڼې "د عراق-تورکیې د تېلو نللیکه به پدې اونۍ کې فعاله شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د افغانستان د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپارسلان بیرقدار ویلي، د عراق او تورکیې د نفتو نل لیکه د کار لپاره چمتو ده او په روانه اونۍ کې به فعاله شي.
سټار ورځپاڼې "د تورکيې او قطر همکاري مخ پر ودې ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې او قطر ترمنځ سوداګریزې همکارۍ مخ په زیاتیدو دي. د سوداګرۍ وزیر عمر بولات څرګنده کړه چې په تورکیه کې ۲۲۰ قطري شرکتونو مهمې پروژې تر لاس لاندې نیولي او ویلي یې دي چې په تورکیه کې د قطر پانګونه له ۲۰ میلیارد ډالرو څخه زیاته شوې ده.
د حریت ورځپاڼې "۲۲۰۴ نور توګ موټرې خاوندانو ته وسپارل شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي بریښنایی موټر Togg پلورل شوو موټرو نه ۲۲۰۴ موټرې په سپټمبر میاشت کې خاوندانو ته وسپارل شوې. د ویلو ده چې د می میاشتې راهیسې د تحویل شوو موټر شمیره 5۵ زره ۶۰۴ ته لوړه شوه.