د تورکیې د ورځپاڼې سرټَکي
د تورکیې د ورځپاڼې سرټَکي
![د تورکیې د ورځپاڼې سرټَکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1718950344)
د ینې شفق ورځپاڼې "ولسمشر اردوغان: قره باغ اذربایجان دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د اذربایجان د "یاد ورځې" په مناسبت د ټولو شهیدانو یادونه وکړه. اردوغان وویل "زه خپلو ټولو شهیدانو ته د قره باغ او د اشغال لاندې د اذربایجان د خاورې د ازادۍ د مبارزې پيلامه د یادښت پدې ورځ د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم او د غازیانو نه په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوم. . قره باغ د اذربایجان دی."
صباح ورځپاڼې "د ۸۸ کلونو په دننه کې د لومړي ځل لپاره دې کچې ته لوړ شوی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د توركيې د نفتي موادو شرکت عمومي مدير ميلح خان بلګين څرګنده كړه چې د ساكريا د ګازو په ډګر كې به ظرفيت په تدريجي ډول زيات شي او ويې ويل: تر نن ورځې پورې، توركيه د سكاريا د ګازو له ډګر څخه هره ورځ شاوخوا څلور مليونه متر مکعب ګاز توليدوي. دا لومړی ځل دی چې په تورکیه کې په تیرو۸۸ کلونو کې د ګازو د تولید کچه پدې اندازه لوړیږي.
د خبر تورک ورځپاڼې "روسلانا: د تورکیې د خلکو ملاتړ مهم دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اوکراین مشهور شاعر او سندرغاړي او د ۲۰۰۴ کال د یوروویژن د سیالیو اتلې روسلانا ټینګار وکړ چې د هغې هیواد او خلک د تورکیې د خلکو له ملاتړ څخه منندوی دي او ویې ویل: هغه بشري مرستې چې تاسو یې وړاندې کوئ د اوکراین د خلکو ژوند ژغوري.
د سټار ورځپاڼې "د سویلي کوریا هنرمند: ما احساس وکړ چې تورکیه ورور هیواد بلل کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنوبي کوريا د جاز هنرمند جي های لي وويل چې په تورکیه کې د کورنۍ ارزښت، د خوړو کولتور، ظرافت او مهرباني ته په کتو سره پدې لا ښه پوه شوم چې په واقعیت سره تورکیه او سویلي کوریا ورونه هیوادونه دي . تورکان او جنوبي کوریا وګړي په ډیرو برخو کې ګډ ارزښتونه لري.
د حریت ورځپاڼې " انتالیا په ۸ میاشتو کې د ۱۰ میلیونو ۸۳۵ زره ګرځندویانو کوربه توب کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ انتالیا د کال په ۸ میاشتو کې د ۱۰ میلیونو ۸۳۵ زره ۲۰۴ سیلانیانو کوربه توب کړی چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹.۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.