د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2042879
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

حریت ورځپاڼې  د زنګیزور  دهلیز په اړه د اردوغان پیغام ، د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د نخچیوان سیمې نه  د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې په خپله وینا کې وویل چې د زنګیزور دهلیز به د تورکیې سره د اذربایجان مستقیم ارتباط برابر کړي. اردوغان وویل، د دې دهلیز جوړول چې د تورکیې او اذربایجان لپاره خورا مهم دي، یوه ستراتیژیکه مسله ده او باید بشپړه شي.

 

وطن ورځپاڼې " د اردوغان او علی یف سرمشریزې په نړۍ کې ډیر زیات انعکاس وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، نخچیوان ته د ولسمشر اردوغان سفر د نړۍ رسنیو لخوا له نږدې تعقیب شو. په داسې حال کې چې اذربایجاني‌  رسنیو له خپل هېواد سره د اردوغان پر ملاتړ ټینګار کړی، جرمني رسنیو لیکلي چې دغه لیدنه سمبولیک اهمیت لري. یوناني رسنیو دې ته اشاره کړې چې تورکیه په قفقاز کې لا پیاوړې ده.

 

صباح ورځپاڼې " د تورکيې له اقتصاد څخه د صفر فاضله موادو خوځښت "  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،د چاپېریال، ښارجوړونې او اقلیم د بدلون وزارت څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، تر دې دمه د صفري فاضله پروژې له لارې چې شپږ کاله وړاندې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مېرمنې آمنې اردوغان په مرسته پلې شوې، ۴۵.۵ میلیونه ټنه  د بیا کارونې  وړ  فاضله مواد راټول شوي دي. راتلونکي نسلونو ته د پاکې او د ژوند کولو وړ نړۍ پریښودلو هدف د بیا کارونې وړ فاضله موادو سره د ۹۶ میلیارد تورکي لیرې  اقتصادي ګټه ترلاسه شوه.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " وزیر شمشیک: تورکیې د اسیا د بڼسټیز پانګوونې بانک  څخه څلور ملیارده ډالر تمویل ترلاسه کړی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شمشیک په مصر کې د آسیا زیربنایی پانګوونې بانک (AIIB) کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ. شېمشیک له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل، تورکیه دویم هېواد دی چې له اسیا بڼسټیز پانګوونې بانک  څخه یې د ۴ میلیارده ډالرو مالي مرستې په ترلاسه کولو سره له دغه فرصت څخه ډېره ګټه پورته کړه.

 

د سټار ورځپاڼې " په نړۍ کې د بایکار د شرکت په اړه ډیره زیاته لیوالتیا " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌  ټکنوفسټ د مدیره هیئت رئیس، سیلجوق بیرقدار، قزل ایلمه  بې پیلوټه جنګي الوتکې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا په نړۍ کې یو له څو مثالونو څخه دی. موږ اوس مهال د دې پراختیا ته دوام ورکوو. امید دی چې دا به په ۲۰۲۴ کال کې د هیواد او هیوادوالو خدمت ته وړاندې کړو. 'د نوموړې الوتکې په اړه د  نړۍ څخه ډیر زیات طلب شتون لري.



اړوند خبرونه